1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نتانیاهو د یوې «تاریخي شېبې» خبره کوي

۱۳۹۸ بهمن ۶, یکشنبه

د اسرائیل لومړی وزیر بنیامين نتانیاهو وایي چې د منځني ختیځ د سولې په اړه د امریکا طرحې ته ډیر هیله من دی. هغه ویلي «داسې موقع په تاریخ کې یوازې یو وار وي.» اپوزیسیون هم نتانیاهو ته ورته نظر لري.

Israel | Benjamin Netanjahu
انځور: picture-alliance/dpa/Photoshot

د اسرائیل لومړي وزیر بنیامين نتانیاهو وویل دا موقع باید له لاسه ور نه کړل شي. هغه په دې باور دی چې اسرائیل د یوې تاریخي شېبې په درشل کې دی. د اسرائیل د اپوزیسیون مشر بیني ګانتڅ، له پاره د امریکا د سولې پلان یوه «د عطف نقطه» ده. د هغه په خبره دا په منځني ختیځ کې ډیرو په اصطلاح لوبغاړو ته دا امکانات ورکوي چې بالاخره پر یوې تاریخي موافقتنامې سره سلا شي.

ترمپ غواړي چې د سه شنبې په ورځ د منځني ختیځ د سولې په اړه خپل هغه پلان اعلان کړي چې د یوې اوږدې مودې راهیسې ورته انتظار کیده. ترمپ غواړي د دغه پلان تر اعلانولو سمدستي وروسته په سپینې ماڼۍ کې نتانیاهو ته هرکلی ووایي.

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ، بیني ګانتڅ هم واشنګټن ته ور بللی دی. د اسرائیل د اپوزیسیون د دغه مشر په خبره دغه ملاقات لا د پخوا نه د دوشنبې ورځې له پاره پلان شوی وو. په اصل کې ویل شوي وو چې دغه ملاقات به د سه شبنې په ورځ په واشنګټن کې د نتانیاهو، ګانتڅ او دونالد ترمپ تر منځ وشي.

«د ترمپ طرحه په بشپړ ډول ردوو»

داسې ښکاري چې له ترمپ سره د دغو دوو اسرائیلي سیاستوالو د ملاقات د نیټې بدلولو دلیل باید د اسرائیل په ټاکنیزو مبارزو کې ولټول شي. ترمپ د اسرئیل او فلسطين ترمنځ د سولې رامنځته کیدل د خپل بهرني سیاست یوه له اصلي موخو څخه ټاکلې ده. هغه مخکې تر دې ویلي وو چې غواړي نوم یي په تاریخ کې د اسرائیل او فلسطين ترمنځ د «سولې بنسټ ایښودونکي» په توګه ثبت شي.

نتانیاهو د ترمپ د سولې طرحې ته په اشارې سره ډاډ ورکړ چې هیواد یي د «تاریخي شېبې» په درشل کې ولاړ دی او ويې ویل چې دا موقع باید له لاسه ورنه کړل شي.

بیني ګانتڅ، د اسرائیل د اپوزیسیون مشرانځور: picture-alliance/AP Photo/S. Scheiner

فلسطينیانو د ډیرې مودې راهیسې ټینګار کړی دی چې د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر دغه طرحه په مطلق ډول ردوي. د فلسطين د خپلواکمنې ادارې مشر محمود عباس ویاند، د دې طرحې تر اعلانیدو مخکې دغه طرحه «مړه» بللې ده.

د دوو مستقلو هیوادونو د حل لارې پای

د امریکا د سولې طرحې اقتصادي برخه چې ویل کیږي د دونالد ترمپ زوم جرد کوشنر، هغه جوړه کړې ده، تیر کال په بحرین کې معرفي شوه. په دې طرحه کې فلسطين او یو شمیر ګاونډیو عربي هیوادونو ته په پراخه پيمانه اقتصادي مرستې او پانګونې په پام کې نیول شوي دي. خو دغه طرحه په عین وخت کې د منځني ختیځ د کړکیچ د حل په برخه کې«د اسرائیل او فلسطين د دوو مستقلو او جلا هیوادونو په توګه» د ملګرو ملتونو طرحه ردوي.

اسرائیل به په تیرو ۱۲ میاشتو کې د دریم ځل له پاره د مارچ میاشتې په دویمه نیټه د پارلماني ټاکنو شاهد وي. نه هم نتانیاهو او نه هم ګانتڅ د تیر کال په اپریل او سپټمبر میاشتو کې د ترسره شویو پارلماني ټاکنو په ترڅ کې توانیدلي دي چې د لازم اکثریت په ترلاسه کولو سره یو نوی حکومت تشکیل کړي. 

(ns/sn (dpa, afp, rtr

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب