نتانیاهو غواړي له آلمان څخه اوبتلونه رانيسي
۱۳۹۵ آذر ۲, سهشنبهد اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو، چې د پنځو اوبتلونو پر درلودلو سربیره، له آلمان څخه د نورو اوبتلونو پيرلو اراده لري وایې چې د اسرائیلو د امنیت ساتنه یوازنۍ انګیزه ده چې هغه دې پریکړې ته اړ کړی دی.
نتانیاهو په اوبتلونو سره د اسرائیلو سمندري ځواک تجهیزول د دغه هیواد د امنیت له پاره یو قاطع ضرورت بولي او وایې: «هغه څه چې په راتلونو لسیزو کې د اسرائیلو موجودیت او راتلونکي تضمینولای شي، د ستراتیژیکو وسلو سیستمونه دي.»
د دفاع پخواني وزیر د څېړنو ملاتړ کړی
د اسرائيلو لومړی وزیر په دې وروستیو کې له آلمان سره د څو میلیاردي معاملې پریکړې له امله تر فشار لاندي دی. د اپوزیسیون سیاستوالو په دې اړه د یوه څیړنیز کمیسیون د جوړیدو غوښتنه کړې.
پر نتانیاهو تور لګول کیږي چې د اسرائیلو د دفاع وزارت پر مخالفت سربیره یې دغه لويه معامله کړې. ویل کیږي چې د نتانیاهو حقوقي سلاکار داوید شیمرون، د یوه داسې اسرائیلي سوداګر وکالت به پر غاړه واخلي چې غوښتل یې د دغو اوبتلونو د جوړوني له لارې ډیرې پيسې ترلاسه کړي. د اسرائیلو د ملي امنیت شورا، د نتانیاهو دفتر او شیمرون دغه ادعاوې رد کړي دي.
په همدې منځ کې د اسرائیلو د دفاع وزیر موشه یعلون، په خپل فیسبوک پاڼه کې تائیده کړې «زه د لا زیاتو اوبتلونو د خریدارۍ ډیر سخت مخالف وم.»
یعلون وایې چې پر لا زیاتو اوبتلونو د اسرائیلو د سمندري ځواکونو تجهیزولو ته اړتیا نه وه. هغه په دې هکله د څیړونو غوښتنه کړي. یعلون په می میاشت کې له نتانیاهو سره تر جنجال کولو وروسته استعفاء ورکړې وه.
د تسلیمیدو پر پروسې نیوکې
د اسرائیلو سمندري پوځ په پنځو آلماني اوبتلونو سمبال دی. ټاکل شوی چې یو بل اوبتل به په راتلونکي کال کې ورته وسپارل شي.
د آلمان د اقتصاد وزارت د دغه «دلفین» ډوله هر اوبتل بیه د ۶۰۰ میلیونو په شاوخوا کې اعلان کړې ده. د آلمان په کیل ښار کې د «توسن ګروپ سمندري سیستم» په نوم شرکت د دغو اوبتلونو د جوړولو چارې پر مخ وړي.
کارپوهان وایې چې دغه اوبتلونه په اتومې وسلو د سمبالیدو بالقوه توان لري، نو په همدې دلیل د هغه لیږد تر بحث لاندی نیول شوی. اسرائیل د نړۍ د اتومي قدرتونو په کتار کې حسابیږي.
اوبتلونه د ایران په مقابل کې د اسرائیلو له خوا د پوځي ګواښونو د پاليسۍ یوه مهمه برخه ګڼل کیږي، هغه دښمن هیواد چې د اسرائیلو اول سیال بلل کیږي.