1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«نرګس سادات د طالبانو له زندانه خوشې شوه»

۱۴۰۲ فروردین ۲۱, دوشنبه

په افغانستان کې د ښځو د اعتراضیه غورځنګ غړو د دوشنبې په ورځ وویل، نرګس سادات چې له دوو میاشتو راهیسې د طالبانو د استخباراتو په زندان کې وه او روغتیايي وضعیت یې ښه نه وو، له بنده خوشې شوې ده.

آرشیف: په کابل کې د ښځو د حقونو لپاره د مظاهرې انځور
آرشیف: په کابل کې د ښځو د حقونو لپاره د مظاهرې انځورانځور: Bilal Guler/AA/picture alliance

وروسته له هغه چې "د افغانستان د ځواکمنو ښځو غورځنګ" د طالبانو د استخباراتو په زندان کې د نرګس سادات د روغتیايي وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه، هغه د دوشنبې په ورځ خوشې شوه.

طالبانو او د ښځو د حقونو غورځنګ په رسمي ډول د مېرمن سادات د خوشې کېدو د څرنګوالي په اړه څه نه دي ویلي، خو د دې غورځنګ دو سرچینو دویچه ویله ته تایید کړې چې د دوشنبې په ورځ د طالبانو له زندانه د ډېرې خرابې روغتیا له کبله خوشې شوې ده.

د افغان ښځو د ځواکمنتیا غورځنګ یوې غړې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي د امنیتي دلایلو له مخې دویچه ویله ته وویل: "هغه په ​​ضمانت خوشې شوې او روغتیا یې ښه نه ده."

کابل کې د مېرمنو لاریون ولې د طالبانو له غبرګون سره مخ شو؟

نرګس په زندان کې څنګه وه؟

نرګس سادات دوې میاشتې وړاندې د طالبانو د استخباراتو له خوا نیول شوې وه. د دغه غورځنګ غړي وايي چې نوموړې د طالبانو په زندان کې د شکنجې له امله ناروغه شوې او روغتیايي خدمتونو ته یې لاسرسی نه درلود.

د دې غورځنګ یوې بلې غړې چې د طالبانو په زندان کې یې د مېرمن سادات د کورنۍ له لارې د هغې د وضعیت په اړه معلومات ترلاسه کړل، وویل چې په زندان کې د رحم خونریزي وه او طالبانو ورته اجازه نه ورکوله چې د کابل په روغتیايي کلینیک کې یې درملنه وشي.

آرشیف: په کابل کي د ښځو د لاریون انځورانځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

د دوشنبې په ورځ څو دقیقې مخکې د مېرمن سادات د خوشې کېدو خبر ورکړل شوو، هغې وویل: "د نرګس وضعیت ښه نه دی." د وروستيو معلوماتو له مخې چې موږ ېې لرو د هغه لاسونه او پښې پړسیدلي او تور دي."

د ځواکمنو ښځو د غورځنګ دغه غړې وايي، نرګس سادات د طالبانو په زندان کې شکنجه شوې ده. هغه وايي، مېرمن سادات ډېر وخت په زندان کې ساتل کېده، خو وروسته له دوو مېرمنو سره چې د داعش د غړيتوب په تور نيول شوې وې په یوې کوټه کې اچول شوې وې.

راپورونه: طالبانو په کابل کې د ښځو لاريون پاشلی دی

هغه وايي: وروسته له هغه چې دوی دوې نورې ښځې چې له داعش سره د همکارۍ په تور نیول شوي، نرګس د دغو ښځو کوټې ته انتقال شوې.

نرګس د کندهار له شیعه ګانو څخه یوه ده کله به چې طالب عسکر د دوی کوټي ته ننوتل، هغو ښځو چې له داعش سره د همکارۍ په تور بندیان شوي وې ویل به یې چې دا ښځه شیعه ده، ولې یې نه وژنی؟ په دې توګه نرګس رواني شکنجه شوې وه.

د ښځو د غورځنګ دغه غړې ټینګار کوي چې د طالبانو د استخباراتو په مرکز کې دننه یو روغتیايي کلینک شته، خو طالبانو نرګس ته اجازه نه ورکوله چې روغتیايي کلینیک ته ولاړه شي.

د ښځو پر وړاندې د پراخو بندیزونو له لګولو وروسته یو شمېر نجونو او ښځو څو ځلې د طالبانو پر ضد لاریونونه وکړل، خو طالبانو د دوی مظاهرې وځپلې او د ښځو د دغه احتجاجي غورځنګ یو شمېر غړي یې ونیول.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب