1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نرګس محمدي د نوبل د سولې جایزې ګټونکې شوه

۱۴۰۲ مهر ۱۴, جمعه

د بشر حقونو او د ښځو حقونو فعاله، نرګس محمدي د سږکال د نوبل د سولې جایزې ګټونکې اعلان شوه.

د ښځو او بشري حقونو ایرانۍ فعاله نرګس محمدي
د ښځو او بشري حقونو ایرانۍ فعاله نرګس محمدي انځور: Iran Emrooz

د ۲۰۲۳م کال د نوبل د سولې جایزه ایرانۍ فعالې نرګس محمدي وګټله. د سږکال د نوبل د سولې جایزې له پاره یوه بله نومانده، له افغانستانه محبوبه سراج وه.

د نوبل کمېټې نن (جمعه د دسمبر ۶) په ناروې کې د ېوې بیانيې په ترڅ کې نرګس محمدي «د ښځو د سرکوب پر ضد د هغې مبارزو، د بشري حقونو د تقويت او تحکيم او ټولو له پاره د آزادۍ هڅو» په دلیل، د نوبل جایزې ترلاسه کولو ته وړ اعلان شوه.

میرمن محمدي د خپلو دغو بشري فعالیتونو له پاره د خپل عمر د دوو وروستیو لسیزو ځېنې برخې په زندان کې تېرې کړي دي.

په اسلو کې د نوبل کمېټې مشرې، بریت رایز اندرسن، وويل چې نرګس محمدي «په ایران کې پر ښځو د شوو ستمونو پر وړاندې د کړې مبارزې او هغو هڅو له پاره چې د بشري حقونو او ټولو ته د آزادۍ له پاره ېې کړي» پر دغې جایزې نازول شوې ده.

نرګس محمدي د بشر حقونو د مدافعانو د مرکز مرستیاله ده. دغه مرکز د ۲۰۰۳ کال نوبل جایزې ګټونکې، شیرين عبادي له خوا رامنځته شوی دی.

د «بشر حقونو د لومړۍ جبهې د مدافعینو» سازمان په خبره، میرمن محمدي په حاضر وخت کې د ایران په اوین زندان کې خپله د حبس ۱۲ کلنه موده تېروي. دغه سازمان وايي چې نوموړې د نظام ضد تبلیغ په ګډون څو تورونو باندې محکومه شوې ده.

د نوبل کمېټې مشرې، بریت رایز اندرسن وويل چې نرګس محمدي د نوبل جایزه په ایران کې پر ښځو د شوو ستمونو له پاره د مبارزې او ټولو د آزادۍ په موخه هڅو له پاره ورکړل شوهانځور: Terje Pedersen/NTB/picture alliance

رايز اندرسن وويل: «د هغې زړورو هڅو شخصا د هغې له پاره په درنه بيه تمامه شوې ده. هغه په مجموع کې د رژيم له خوا ۱۳ ځله نېول شوې، پنځه ځله محکومه شوې او په ټوله کې پر ۳۱ کاله حبس او ۱۵۴ دورو محکومه شوې ده.»

د نرګس محمدي کورنۍ هغې ته د نوبل جایزې ورکړه «د آزادۍ له پاره د ایران په مبارزه کې یوه تاريخې او مهمه شېبه ښودلې ده، خو پر دې ېې خپګان ښودلی چې مېرمن محمدي نه شي کولی دغه شيبه له نورو سره شريکه کړي.

ملګرو ملتونو د محمدي د خلاصون غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو د ایران له حکومته غوښتي چې نرګس محمدي او د بشري حقونو ټول مدافعین له زندانونو آزاد کړي.

د دغه سازمان د بشر حقونو دفتر، نرګس محمدي ته د نوبل د سولې جایزې د اعلان په غبرګون کې وويل: «د ایران ښځې د نړۍ له پاره الهام ورکوونکي دي.»

سږکال د نوبل سولې جایزې له پاره په مجموع کې ۲۵۹ کسان او ۹۲ سازمانونه نوماند شوي ول. په افغانستان کې د ښځو د حقونو فعاله محبوبه سراج هم د دغو نوماندانو په ډله کې وه.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب