په ژنیف کې د ملګرو ملتونو سازمان د بشر حقونو شورا د حالیه غونډې د پرانیستې په ورځ، د اوکراین د بهرنیو چارو وزير، ديميترو کولیبا، په یو ويډیويي پيغام کې وويل چې د روسېې له خوا د زرونو اوکرایني ماشومانو د انتقال خبر، د «نسل وژنې جرم» دی.
د آلمان د بهرنیو چارو د وزيرې، انالینا بېربوک په ګډون غربي چارواکو په منظمه توګه روسېې ته د ماشومانو د انتقال خبرونو وغندل. دغو تورونو، دغه بحثونه، چې آیا روسي چارواکي دې تر تعقیب لاندې ونيول شي او که نه، یو ځل بیا راتاوده کړل.
خو په اصل کې نسل وژنه څه ده او دغه اصطلاح په کومو حالاتو کې کارول کېدای شي؟
د نسل وژنې اصطلاح په لومړي ځل د دوهمې نړېوالې جګړې پر وخت د هولوکاست وحشتونو په جریان کې رامنځ ته شوه. هغه اقدام چې د انسانانو د يوې ځانګړې ډلې د لمنځه وړلو په موخه وي، نسل وژنه وښودل شوه.
ورته نور ولولئ: بايدن پوتين په اوکراين کي په «نسل وژني» تورن کړی دی
د پولنډ یو یهودي وکیل، رافیل لیمکن، په ۱۹۴۳ کې د نسل وژنې اصطلاح په نازي آلمان کې د هټلر له خوا د یهودانو د منظمې وژنې په ځواب کې وړاندې کړه. لیمکن د خپل ورور په ګډون د خپلې کورنۍ ټول غړي په هولوکاستونو کې له لاسه ورکړي ول. لیکمن مبارزه وکړه تر څو نسل وژنه د نړیوالو قوانینو پر اساس، د یو جرم په توګه په رسميت وپيژندل شي. د هغه هڅو په ۱۹۴۸ کې د ملګرو ملتونو د نسل وژنې کنوانسیون تصویب ته لاره هواره کړه چې بیا په ۱۹۵۱ کې لازم الاجر شو.
د دغه کنوانسیون دوهمه ماده د نسل وژنې تعریف داسې کوي، هر هغه اقدام چې «په مکمله یا جزوي توګه د یو قوم، توکم او یا مذهبي ډلې د لمنځه وړلو په مقصد ترسره کيږي،» نسل وژنه ده. د ملګرو ملتونو د تعریف مطابق، قتل، د درنو جسمی یا رواني صدمو واردول، د زيږونونو مخنیوی او په زور د ماشومانو انتقال کیدای شي په دغو اقداماتو کې راشي.
د جزا نړېواله محکمه صلاحیت لري چې د جنګي جرایمو او د بشر خلاف جرمونو په هکله تحقیقات وکړي او عاملینو ته ېې سزا ورکړي.
ورته نور ولولئ: امریکا له روهینگيا سره زورزیاتی «نسل وژنه» بولي
دغه محکمه د خپلو قوانینو پر اساس، د هر هغه شخص پر وړاندې دعوا کولی شي، کوم چې د نسل وژنې مرتکب وي، حکم ېې کړی وي، په نسل وژنه کې ېې مرسته او حتی هڅه کړي وي.
د ملګرو ملتونو سازمان د نسل وژنې کنوانسیون ويلي دي چې د نسل وژنې له پاره د منتخبو رهبرانو په ګډون د هر چا خلاف اقدامات ترسره کېدی او سزا ورکول کېدی شي.
نړېواله محکمه چې د هالنډ په هاګ کې په جلا توګه تاسیس شوې، د حکومتونو تر منځ مخالفتونو او شخړو ته رسیدګي کوي او همدارنګه د حکومتونو د نسل وژنې د مسئولیت په اړه د تصمیم نیولو واک لري.
د نسل وژنې اثبات اسانه نه دی
په هاګ کې د نړېوالو قوانینو کارپوه، ویلیری ګیبارډ وايي: «خلک په عام ډول، د نسل وژنې اصطلاح تر ډېره تر ټولو درونو جرمونو له پاره کاروي، ځکه چې دا په یو ډول نه يو ډول له جنګي او بشري جرایمو څخه هم بد موارد دي.» هغه دویچه ویله سره په خبرو کې وويل: «اما که د قانون له مخې وکتل شي، د نسل وژنې تعریف ډير محدود دی.»
ورته نور ولولئ:د هولوکاست د يادون نړيواله ورځ څه ده؟
دغه کارپوه زیاته کړه: «دلته د تعداد خبره نه ده، چې ورباندې پریکړه وشي چې نسل وژنه ده او که نه. په جسمي توګه د ېوې ډلې د لمنځه وړو اراده د دغه جرم اساسي معیار دی.»
شنونکي وايي چې د «شخصي ارادو» ثابتول اسانه کار نه دی، ځکه چې اکثراً د هغو له پاره هيڅ مستقیم ثبوت موجود نه وي.
په لندن کې د نړېوالو قوانینو پروفیسور، ویلیم شاباس دویچه ویله ته وويل چې «د نسل وژنې د ارادې په ثابتولو کې ستونزه دا ده چې ښايي تاسو مجرم په مسقتیمه توګه محکمې ته رانه ولئ.» هغه زیاته کړه: «په همدې دلیل محکمې باید د خپلو طرزالعملونو پر اساس د مجرمینو ارادې د هغوی د چلند له مخې وټاکي. د همدې له پاره تاسو باید حالاتو پورې اړوند شواهدو باندې تکیه وکړئ او اصول دا دي چې دا له معقول شک څخه ورهاخوا وي. همدلته ده چې دغه کار سختيږي.»
ورته نور ولولئ:د آلمان پارلمان پر یزيديانو جنايتونه «نسل وژنه» وبلل
دویچه ویله ا/م.ک.ص./ا.ا.
پر ورته موضوع یو انځوریز البوم:
انځورونه: په روانډا کې نسل وژنه
شل کاله تر مخه په روانډا کې تر سره شوي نسل وژني تر نن ورځې نړۍ په شوک کې پریښې ده. په ۱۹۹۴م کال کې نړیوالې ټولنې په ځانگړې توگه ملگرو ملتونو او فرانسې خلک یوازي پریښول.
انځور: Timothy Kisambiraد ۱۹۹۴م کال د اپریل میاشتې پر شپږمه نیټه نامعلومو کسانو د روانډ د ولسمشر جوینال هابي یاریمانا، الوتکه په پلازمینه کیگالي کې د ناستې پر وخت په توغندي وویشتله. هابي یاریمانا، د برونډایي ولسمشر او نور اته تنه په دغه پیښه کې ووژل شول. په دغه ورځ بیا نو عام وژنه پیل شوه، چې درې میاشتي یې دوام وکړ. د پيښه د شاوخوا ۸۰۰ زره رونډایانو د ژوند په بیه تمامه شوه.
انځور: APد ولسمشر د وژلو تر پیښې وروسته د هوتو قبیلي افراطیانو د لږکۍ قبیلې توتسي په له منځه وړلو پیل وکړ او د هوتو قبیلي هغه خلک چې د دوی پر وړاندې خنډ وو، هم ووژل. دغه وژنې په منظم شکل تنظیم شوي وې او تر ټولو زیات د بشري حقونو فعالان، خبریالان او سیاستوال په نخښه کیدل. د اپریل میاشتې پر اوومه نیټه په لومړنیو قربانیانو کې لومړۍ وزیره آگاته اوویلینگیییمانا، شامله وه.
انځور: picture-alliance/dpaپه داسې حال کې چې په پلازمینه کیگالي او ټول هیواد کې به د ورځې په زرونو انسانان وژل کیدل، د بلجیم او فرانسې ځانگړو ځواکونو له دغه ځای څخه ۳۵۰۰ بهرنیان راوویستل. د اپریل میاشتې پر ۱۳مه نیټه د بلجیم د پراشوټي قطعې ځواکونو په پلازمینه کیگالي کې د دویچه ویله د خپرونو له مرکز څخه ۷ آلمانان او د هغوی کورنۍ وژغورلې. د ۱۲۰ ځایي کارکوونکو له ډلې څخه ۸۰ تنه د دغه عام وژنې څخه ژوندي پاته شول.
انځور: P.Guyot/AFP/GettyImagesد ۱۹۹۴م کال په جنوري میاشت کې د ملگرو ملتونو د شنو خولیو کاناډایي قوماندان رومیو دلایر، په اصطلاح د توتسي قبیلې د نابودۍ د پلان په هکله معلومات تر لاسه کړي ول. دغه خبرداری چې بیا وروسته «د نسل وژنې د فکس» په نامه یاد شو د جنورۍ میاشتې پر ۱۱مه نیټه ملگرو ملتونو ته استول شوی وو، خو هغه له پامه غورځول شوی وو.
انځور: A.Joe/AFP/GettyImagesد ملي کولینس په نوم راډیو (RTLM) او د «کانگورا» په نوم اوونیزې مجلې د توتسي قبیلې پر وړاندې نفرت ته لمن وهله. د کانگورا اوونیزي مجلې لا په نویمه لسیزه کې د توکمپالنې په اړه خپروني وکړې. ملي کولینس راډیو چې د پاپ میوزیک او سپورت د سندرو له پاره مشهوره وه، نسل وژنې ته نوره هم لمن وهله او هره ورځ به یې د توتسي قبیلې د خلکو د وژنو له پاره غږ کاوه.
انځور: IIPM/Daniel Seiffertپه پلازمینه کیگالي کې پاول روسسا باگینا، چې د ملي کولینس په نوم د هوټل منجیر وو تر زرو زیات کسان په دغه هوټل کې پټ ساتلي ول. وروسته له هغې چې د بلجیم منجیر له دغه هیواده ووت باگینا د هغه ځای ناستی شو. د هوتو ملیشو ته د ډیرو الکحولو او پیسو په ورکولو سره هغه په دې توانیدلی وو چې په هوټل کې پټ کسان و نه وژل شي. په یو شمیر نورو ډیرو ځایونو کې چې خلکو پنا اخیستي وه هغوی له نسل وژنې څخه بچ پاته نه شول.
انځور: Gianluigi Guercia/AFP/GettyImagesپخپله کلیساوي نور خوندي ځایونه نه ول. پلازمینې کیگالي ته څیرمه د نتاراما په کلیسا کې شاوخوا ۴۰۰۰ سړي، ښځې او ماشومان په تبرونو، چړو او ساتولونو سره ووژل شول. نن ورځ دغه کلیسا د یادون د ډیرو څلو څخه یوه ده.
انځور: epdد فرانسې حکومت د هوتو له رژیم سره نزدې اړیکې جوړې کړې. کله چې د روانډا د وطنپالې جبهې (RPF) په نوم د یاغیانو ډلې د نسل وژني عاملین پر شا کړل نو په جون میاشت کې د فرانسې پوځ مداخله وکړه. دې دا امکان برابر کړ چې د نسل وژنې مسئول سرتیري او ملیشې له خپلو وسلو سره زایر یا د کانگو نني دیموکراتیک جمهوریت ته وتښتي. هغوی تر نن ورځې پورې د رونډا له پاره یو خطر گڼل کیږي.
انځور: P.Guyot/AFP/GettyImagesد دغه نسل وژنې پر مهال د توتسي او هوتو په میلیونونو رونډایان گاونډیو هیوادونو تانزانیا، زایر او یوگنډا ته وتښتیدل. یوازې زایر ته دوه میلیونه کسان کډه شول. په دغو کسانو کې د پوځ او د نسل وژني پخواني سرتیري هم شامل ول او د رونډا د آزادۍ له پاره د دیموکراتیک قوت (FDLR) په نوم ملیشه یې جوړه کړه او تر نن ورځې پورې په ختیځ کانگو کې د ناکراریو سبب دي.
انځور: picture-alliance/dpaد روانډا د وطنپالې جبهې (RPF) د ۱۹۹۴م کال په جون میاشت کې د کلیسا مخې ته گزمې کولې په عین وخت کې هغوی د نسل وژنې له عاملینو څخه د دغه هیواد ډیري برخی ونیولې او هغوی یې تیښتې ته مجبوره کړل. خو د بشري حقونو ټولنو پر دوی باندي هم له بشري حقونو څخه د سرغړوني تورونه ولگول، خو تر نن ورځې په دې هکله کوم څوک مسئول گڼل شوی نه دی.
انځور: Alexander Joe/AFP/GettyImagesد روانډا د وطنپالې جبهې (RPF) مشر جنرال پاول کاگامي د ۱۹۹۴م کال د جولايي میاشتې پر ۱۸مه نیټه د حکومتي ځواکونو پر وړاندي د جگړې پای ته رسولو اعلان وکړ. یاغیانو پلازمینه او یو شمیر نور مهم ښارونه کنترولول. تر هغه وروسته یې یو مؤقتي حکومت جوړ کړ. له ۲۰۰۰مېلادي کال راهیسې کاگامي د رونډا ولسمشر دی.
انځور: Alexander Joe/AFP/GettyImagesپه دغه هیواد کې نسل وژنې کابو دریې میاشتې دوام وکړ. ډیری قربانیان په تبرونو وژل شوي. يوه گاونډي به خپل بل گاونډی واژه. لارې کوڅې د ماشومانو او لویانو د جسدونو او یا هم د بدن د غړو اندامونه څخه ډک ول. داسې کومه کورنۍ دې نه وي چې هغه له دغه نسل وژنې څخه اغیزمنه شوې نه وي.
انځور: Timothy Kisambira