1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نظربوښتنه: درې پر څلورمه برخه هنديان پاکستان خطر بولي

۱۳۹۸ فروردین ۸, پنجشنبه

په هند کې ترسره شوې يوې تازه نظرپوښتنې موندلې چې د ډیری هندیان د اقتصادي چانسونو او د خپل هیواد د حرکت له مسیر څخه خوښ دي. ډيری بيا پاکستان د خپل هېواد له پاره ګواښ بولي.

Indien Mumbai Reaktionen nach Luftangriff auf JeM
انځور: picture-alliance/NurPhoto/H. Bhatt

د «پیو څیړنیز مرکز» د یوې نظرپوښتنې پایلې چې د دوشنبې په ورځ خپرې شوې دي، ښيي چې ډیری هندیان د خپل هیواد د حرکت له مسیره خوښ دي. د سروې پایلې همداراز ښيي چې د هند وگړي له شته اقتصادي چانسونو څخه خوښ دي. که څه هم په هندوستان کې اوس هم د خلکو د رضایت کچه لوړه ده، خو هغه د تیرو کلونو په پرتله کمه شوې ده.

په هند کې د تېر کال په نيمايي کې په ترسره شوې دې نظرپوښتنه کې د ۲۵۲۱ کسانو نظر پوښتل شوی وو. په هند کې بې کاري اوس هم د وگړو تر ټولو لويه ستونزه ده. په سروي کې له شاملو څخه د ۷۵ سلنه کسانو نظر دا وو چې د لومړي وزير نريندر مودي په دوره کې په دې وضعيت کې بدلون نه دی راغلی. دا په داسې حال کې ده چې د کار مواقع برابرول د نوموړي تر ټولو ستره او مرکزي ژمنه وه.

په سروي کې له گډون کوونکو څخه درې پر څلورمه برخه په دې آند دي چې پاکستان د هند له پاره يو خطر دی. په سروس کې له پوښتل شويو کسانو څخه  د ۵۹ فيصدو له نظره په دې څو کلونو کې ترهگرۍ زياته شوې ده. رويترز ليکي دي چې د دې سروې د پايلو په رڼا کې سړی ويلې شي چې د هند تر ولکې لاندې کشمير کې پر هندي عسکرو تر بريدونو د مخه هم د پاکستان او ترهگرۍ په اړه ويره او اندېښنې زياتې وې.

په دې نظرپوشتنه کې د نظر څرگندوونکو له ډلې څخه ۵۴ سلنه یې په خپل هېودا کې له ديموکراسۍ او حکومتولۍ څخه راضي دي. 

په هند کې د اپريل له ۱۱ نيټې څخه د عمومي ټاکنو لړۍ پيليږي. د برحاله لومړی وزير نريندر مودي، په اړه ويل کيږي چې د بريا ښه چانس لري خو سياسي مخالفين یې هم د پرمتختگ په حال کې دي. د تازه نظر پوښتنو په حواله دا امکان هم شته چې د مودي ملتپال «بهارتيه جنتا گوند» د حکومت جوړولو له پاره اړين قاطع اکثريت ترلاسه نه کړي.

خو په پلوامه کې د بريد له کبله له پاکستان سره د رامنځته شوې ترنگليتا له وجې له بنسټيزو ستونزو څخه د خلکو پام اوښتې او پر امنيتي او دفاعي مسايلو یې تمرکز کړی دی. په غالب گمان مودي او د هغه گوند ته د دې گټه رسيږي. انتقاد کوونکي له اوږدې مودې راهيسې  نيوکې کوي چې د بهارتيه جنتا گوند د هېواد د مسلمان اقليت ترمنځ ويره خپروي او پر هندو ملتپالنۍ تگلاره تعقيبوي. خو ياد گوند دغه تورونه ردوي. هند ۱،۳ ميليارده نفوس لري چې له دې څخه ۱۴ سلنه یې مسلمانان دي.

B.S/M.J (Reuters) 

زموږ له آرشيف څخه:

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب