1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نظر پوښتنه: څوک تر ټولو خطرناک جمهوررئيس دی؟

۱۳۹۸ دی ۶, جمعه

د یوې نظر پوښتني پر اساس په جرمني کي جمهوررئيس ترمپ ته د تر ټولو خطرناکه جمهوررئيس په سترگه کتل کیږي. هغه د روسیې او شمالي کوریا تر جمهوررئيسانو، ولاد یمیر پوتین او کیم یونگ هم مخکي دی.

USA Präsident Trump im Mar-a-Lago resort in Florida
انځور: Reuters/L. Millis

د نظریاتو د تحقیقاتي کمېسيون، یوگو- YouGov د یوې تازه نظر پوښتني پراساس، چي د المان خبري آژانس،dpa په فرمایش يې کړې ده، د نړۍ د سولي او امنیت له پاره ترمپ ته د ایران تر روحاني رهبر ایت الله علي خامينه اي او چین تر جمهوررئيس شي جین پینگ هم د خطرناک جمهوررئيس په سترگه کتل کیږي.
په نظر پوښتنه کي د پوښتل سوو کسانو ۴۱ سلنه ویلي دي چي ترمپ تر دغو پنځو کسانو هم د نړۍ سولي او امنیت ته خطرناکه دی.۱۷ فیصدو کیم یونگ اون، ۸ فیصدو پوتین او ۷ فیصدو شي خطرناکه بللی دی.

انځور: Reuters/C. Hartmann

له ۲۰۲۴ کسانو څخه پوښتني
پروسږکال هم د دغي مؤسسې یوې مشابه نظر پوښتني تقریبأ عین تصویر ورکړی ؤ. خو هغه وخت فقط د درو جمهوررئيسانو، یعنی ترمپ، کیم او پوتین په باب پوښتني سوي وې. د همدې عیسوي کال د ډسمبر د ۱۶ څخه تر ۱۸ مي پوري په دغه تازه نظر پوښتنه کی د ۲۰۲۴ کسانو څخه پوښتني سوي دي.
د کانتار انستیتوت په یوه مشابه نظر پوښتنه کي چي د فونکه رسنیو په فرمایش یې کړې ده، اکثریت جرمنیان بیا تر خپلي صدراعظمي انګيلا ميرکل ډیر د فرانسې پر جمهوررئيس ایمانوییل ماکرا باندي اعتماد لري.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب