1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«آلمان کې ښی اړخه افراطي نظريات په چټکۍ په خپريدو دي»

۱۴۰۲ شهریور ۳۱, جمعه

د یوې نوې سروې له مخې د آلمان په خلکو کې د ښی اړخه افراطي چلندونه چې له پرديو سره کرکه هم پکې شامله ده، په چټکۍ سره د خپريدو په حال کې دي. دا سروې ښیې چې اوس مهال په آلمان کې ۸ سلنه خلک افراطي ښی اړخی نړۍ ليد لري.

Deutschland | Neonazis
انځور: Patrick Pleul/dpa/picture alliance

د یوې نوې سروې له مخې د آلمان په خلکو کې د ښی اړخه افراطي چلندونه چې له پرديو سره کرکه هم پکې شامله ده، په چټکۍ سره د خپريدو په حال کې دي. دا سروې ښیې چې اوس مهال په آلمان کې ۸ سلنه خلک افراطي ښی اړخی نړۍ ليد لري.

د یوې نوې نظر پوښتنې له مخې د آلمانیانو په منځ کې د ښي اړخو افراطي نظریاتو ملاتړ، د پرديو سره د کرکې پر بنسټ چلند، د نازیانو د جرمونو بې اهمیته ښودل، یهوديت ضد روحیه، قومي تعصب، »ټولنیز داروینیسم« او افراطي ملتپالنه په چټکۍ سره مخ په زیاتیدو ده. دا نظرپوښتنه ښیې چې اوس مهال ۸ سلنه آلمانان افراطي ښی اړخی نړۍ ليد لرې هغه څه چې په تیرو کلونو کې یې کچه دوه تر درې سلنې وه.

سوسیال دیموکرات ګوند ته نیږدې د آلمان د فریدریش ایبرټ بنسټ مشر مارتین شولڅ، د سروې د پایلو د تشریح کولو پرمهال خبرداری ورکړ چې د ډیموکراسۍ ضد او ملتپالني دریځونه مخ په زیاتیدو دي.

دا احصایوي سروې چې هر دوه کاله وروسته د فریدریش ایبرټ بنسټ لخوا ترسره کیږي، د آلمان په ټولنه کې د خلکو چلند او لیدلوری څیړي.

د دې بنسټ ورستیو پایلو اوس ښودلې چې د آلمان ۸ سلنه خلک د نړۍ په کچه خورا ښي اړخي نظریات لري، چې د احصایې له مخې په هرو دولسو لویانو کې یو یې داسې نظر لري.

نوې سروې ښیي چې ټول اړخونه چې کارپوهان یې د ښي اړخو د چلندونو د اندازه کولو لپاره کاروي زیات شوي.

د هغو نظریاتو له مخې چې په دې څیړنه کې پرې تمرکز شوې، د افراطي ملتپالني نظرونو، د نازي جرمونو بې ارزښته ښودل، د یهودیت ضد چلند، او د ټولنیز داریوسم پر بنسټ چلند د بی ارزښته او با ارزښته ژوند ترمنځ د توپیر یادونه کوې.

د دې څېړنې له مخې، د هغو کسانو شمېر چې خپل سیاسي نظریات ښې اړخه بولې، ۱۵،۵ سلنې ته رسیدلی چې د تېرو دوو سروې ګانو په پرتله چې ۱۰ سلنه د پام وړ زیاتوالی پکې رامینځ ته شوې.

د ابرټ بنسټ مشر مارتین شولتس وايي، څېړنه ښيي چې «د ټولنې منځنۍ برخه له ډیموکراسۍ څخه لیرې ده او یا یې پر ګټورو بنسټونو خپل باور له لاسه ورکړی دی له همدې عوام پاله او د ډيموکراسۍ ضد قومي دريځونه زياتيږي».

نظرپوښتنه دا هم ښیي چې له شپږ سلنې څخه زیات خلک د آلمان لپاره د یوه پیاوړي ګوند او یوه دیکتاتور مشر ملاتړ کوي او ۱۶ سلنه خلک د «بهرنیانو» پر وړاندې منفي نظریات لري.

همدارنګه د پوښتل شویو خلکو دریمه برخه په دې نظر دي چې کډوال یواځې د آلمان د ټولنیز سیسټم څخه د ګټه اخیستو لپاره دې هیواد ته راځي.

د دې سروې له مخې پر ولسواکو بنسټونو او د ډموکراسۍپر فعالیت د خلکو باور کم او تر ۶۰ سلنې ټیټ شوی دی.

د فریدریش ایبرټ بنسټ دغه سروې له ۲۰۰۶ کال راهیسې هر دوه کاله وروسته کوي او پایلې یې خپروي. په اوسنۍ سروې کې، د نمونې په توګه د جنوري له ۳ څخه د فبرورۍ تر ۲۸ پورې له ۲۰۲۷ تنو څخه په نمونه ېې ډول پوښتنې شوې.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل