نغمه په کابل کې نوی کال لمانځي
۱۳۸۵ فروردین ۳, پنجشنبهنغمه د نوي کال په ترڅ کې د لومړۍ افغانې هنروالې په توگه د کنسرت ورکولو په موخه کابل ته ولاړه او هلته يې زموږ سيمه ييز خبريال جمال کوټوال سره يوه مرکه هم کړې ده. ښاپېرۍ نغمه په کندهار کې زېږېدلې او په پښتو ژبه کې يوه تر ټولو مشهورو سندرغاړو څخه ده. دا په فارسي او هندي ژبو هم بدلې وايي او خپله لومړۍ سندره يې 25 کاله وړاندې ويلې ده.