1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآلمان

نندارتون: زراعت له سختو چلنجونو سره مخامخ دی

۱۴۰۱ دی ۲۸, چهارشنبه

په اوکراین کې جنګ، اقلیمي بحران او همدارنګه د جرمني په زراعت کي اقتصادي مشکلات په برلین کي د راتلونکي جمعې ورځي څخه د زرغونې اونۍ په نامه د زراعتي محصولاتو بین المللي نندارتون پیل سخت متأثره کوي.

Deutschland Berlin Internationale Grüne Woche 2023
انځور: Fabian Sommer/dpa/picture-alliance

تر کرونا وبا دوه کاله وروسته دغه نندراتون د اول وار له پاره بیا د خلګو په موجودیت او ورتګ سره دایریږي. 

د جرمني د غذايي محصولاتو د صنایعو اتحادیې رئیس، کریستیان بویچر په برلین کي د کنفرانس د افتتاح مراسمو پرمهال ويلي دي چي «د غذايي محصولاتو صنایع هیڅ وخت دومره د چلنجونو سره نه وې مخامخ ، لکه په ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو کي».

په خبره یې په اوکراین کې تر جنګ دمخه لا په امریکا متحده ایالاتو کي د زراعتي تولیداتو د مشکلاتو په دلیل زموږ د اقتصاد له پاره حالت خراب سوی ؤ. «پردې سربیره د زراعتي محصولاتو په لیږلو او انتقال کي مشکلات رامنځته او اوس بیا د اوکراین جنګ هم ورباندي اضافه سو.»
 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل