1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ننګرهار: د طالبانو د پوهنې د امر څلور لوڼې وژل شوي

۱۴۰۲ دی ۱۸, دوشنبه

د ننګرهار ولایت په حصارک ولسوالۍ کې تیره شپه پر یوه کور د بمونو غورځولو له امله څلور ماشومې نجونې وژل شوي دي. چارواکو ویلي چې په پیښه کې د طالبانو د پوهنې د امر مولوي غلام جيلاني حنفي لونې وژل شوي دي.

DW Akademie | Bezirk Achin in Nangarhar
انځور: Y.M.P

ننګرهار کې د طالبانو د پوهنې ریاست ویاند فرهاد احمد ستانکزي رسنیو ته په یوې استول شوې خبر پاڼه کې ویلي چې تېره شپه دغه برید د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې د طالبانو د پوهنې د امر مولوي غلام جيلاني حنفي کور ته نامعلومو کسانو لاسي بمونه غورځولي چې له امله یې د هغه ۴ لورګانې وژل شوی دي.

موږ هڅه وکړه چې د دې خبر د لا ډېرو جزییاتو لپاره د ننګرهار امنیه قومندانۍ نظر واخلو خو هغوی په دې اړه خبرو کولو ته تیار نه شول.

تر اوسه د دې برید مسوولیت چا پرغاړه نه دی اخېستې خو له دې مخکې پر طالب چارواکو او یو شمېر نورو عامه ځایونو د برید مسوولیت د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش منلی وو.

« د ننګرهار زیتونو فابریکه دې د پخوا په څیر فعاله شي»

02:01

This browser does not support the video element.

 

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب