1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآسیا

ننګرهار: په دوو جلا پيښو کې لس ملکیان وژل شوي دي

۱۴۰۰ تیر ۳۰, چهارشنبه

د ننګرهار چارواکي وايي، د دغه ولایت په خوږیاڼو او دره نور ولسواليو کې د دوو جلا پېښو پر مهال لس ملکي وګړي وژل شوي او درې ټپيان دي. د دواړو پيښو قربانيان د یوې يوې کورنۍ غړي دي.

Symbolbild  Afghanische Dorfbewohner begraben Todesopfer von einem NATO-Luftangriff
د آرشیف انځورانځور: picture-alliance/AP Photo

د دې ولایت د والي ویاند، عطاالله خوږیاڼي، دویچه وله ته وویل، نن له غرمې وروسته د یاد ولایت خوږیاڼو ولسوالۍ چمتلې سیمه کې د ملکي وګړیو پر موټر چسپکي ماین چاودلی، چې پکې د یوې کورنۍ شپږ غړي وژل شوي او یو ټپي دی.

دی وايي، یاد کسان له شیرزادو ولسوالۍ څخه جلال آباد ښار ته د خپلوانو اختر مبارکۍ ته تللي وو، چې د بېرته ګرځېدو پر مهال پرې نښلول شوی ماین چاودلی دی.

خوږیاڼی وايي، د پېښې ټول قربانیان د یوې کورنۍ غړي دي.

د خوږیاڼو ولسوالۍ د چمتلې سیمې یوه اوسېدونکي، فقیرمحمد آلمان غږ ته وویل، کله چې د ملکي وګړیو موټر له یادې سیمې تېرېده، موټر پسې نښلول شوي ماین چاودنه وکړه. هغه زیاته کړه چې شپږ جسدونه یې په سیمه کې ولیدل او یو کس پکې ټپي شوی و.

د یوه بل خبر له مخې، نن سهار د ننګرهار ولایت په دره نور ولسوالۍ کې د عارف په نوم یو کس د خپلو دوو مېرمنو او ماما په ګډون څلور کسان وژلي او دوه یې ژوبللي دي.

عطاالله خوږیاڼي د دې خبر د پخلي سربېره ویلي دي چې داسې معلومات يې تر لاسه کړي چې قاتل عارف رواني ناروغي درلودله.

د دې پېښې ټول قربانیان هم د یوې کورنۍ غړي دي.

د دره نور ولسوالۍ یوه اوسېدونکي د نوم د نه خپرولو په شرط دویچه وله ته وویل، د عارف په نوم کس رواني ناروغي لرله، چې نن یې خپل کور کې دوه مېرمنې، یو ماما او یو بل کس په ډزو وژلي دي.

تر اوسه د خوږیاڼو د چمتلې پېښې پړه کومې وسله والې ډلې نه ده منلې.

دا په ننګرهار ولایت کې د لوی اختر په دوو ورځو کې د ملکي وګړیو د مرګ، ژوبلې لوړې شمېرې دي.

امید دیدار