1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآسیا

ننګرهار کې ناپېژانده کسانو یوه مور او دوه لوڼې وژلي دي

۱۴۰۰ خرداد ۱۶, یکشنبه

د ننګرهار چارواکي وايي، تېر ماښام د دغه ولایت په مرکز جلال اباد کې د یوه کور درې مېرمنې وژل شوي دي، چې پولیسو یې په تور تر اوسه یو کس نیولی دی.

Afghanistan Straßenszenen in Dschalalabad
انځور: DW

د ننګرهار ولایت د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي دویچه وله ته وویل، دا پېښه د جلال اباد ښار اومې ناحیې اړوند چکنورۍ سیمه کې شوې ده.

خوږیاڼي د پېښې لامل د کورنیو تر منځ داخلي خپلمنځي موضوعات یاد کړي؛ خو دې باره کې یې ډېر جزئیات نه دي ورکړي.

نوموړی وايي، د قضیې د لا روښانتیا له پاره د پولیسو له لوري څېړنې روانې دي؛ خو د مېرمنو د کورنۍ له خوا یو ښودل شوی کس نیول شوی او د دوو نورو د نیولو هڅې هم پیل شوي دي.

زیاته شوې، په وژل شویو کې یوه مور او دوه یې لورګانې دي.

د وژل شویو مېرمنو عمرونه له ۲۵ تر ۵۰ کلونو ښودل شوي دي.

د چکنورۍ سیمې یوه اوسېدونکي دویچه وله ته وویل، د وژل شویو مېرمنو کورنۍ اصلاً د کندوز ولایت اوسېدونکي دي، چې اوس یې مشر په جلال اباد کې له ځايي سیکهانو سره په دوکان کې کار کوي.

چاروکو ویلي، وژل شویو مېرمنو حکومتي دندې نه لرلې.

ننګرهار کې په راوروسته لنډه موده کې له لسو ډېرې مېرمنې په مختلفو پېښو کې وژل شوي دي.

هاخوا د کونړ ولایت په نرنګ ولسوالۍ کې تېر ماسخوتن د یادې ولسوالۍ په شړلو سیمه کې نامالومه کسانو پر یوه کور لاسي بمونه غورځولي، چې دې پېښې کې هم پنځه کسان ټپیان شوي دي.

یوې حکومتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط دویچه ويله ته ویلي، یادې پېښې کې مېرمنې او ماشومان هم شامل دي.

تر اوسه د دغو پېښو پړه کوم چا یا وسله والې ډلې نه ده منلې.

اميد ديدار - ننګرهار