1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ننګرهار کې ۲۰ سرتېري او ۲۹ طالبان وژل شوي

۱۳۹۹ شهریور ۲۷, پنجشنبه

په ننگرهار کې چارواکو ويلي چې تېره شپه او نن سهار وختي وسله والو طالبانو د دې ولایت په حصارک، شیرزادو او خوږیاڼو ولسوالیو کې پر حکومتي پوستو بریدونه کړي ول چې په پايله کې یې نښتې شوي دي.

Afghanistan Tora Bora Soldaten
انځور: Imago/Xinhua/R. Safi

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي دویچه وله ته وویل، دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۲۰ افغان سرتیري وژل شوي او ۱۵ ژوبل شوي دي. نوموړي زياته کړې چې وژل شویو کې د ملي اردو عسکر، پاڅونوال او محلي پولیس شامل دي.

د خوږیاڼي د مالوماتو له مخې، دغو جګړو کې د یوه قومندان او د سرې قطعې د ځینو غړیو په ګډون ۲۹ طالبان وژل شوي او ۲۰ ټپیان شوي دي. ویل شوي چې دغو جګړو کې وسله والو د ملکي وګړیو له کورونو ګټه اخستې.

د چارواکو په حواله اوس یادو درېو ولسوالیو ته د حالاتو د کابو کولو په موخه تازه دمي سرتیري رسېدلي دي. ځینو حکومتي سرچینو دا هم ویلي، چې حصارک کې د تېرې شپې جګړې کې ځینې حکومتي پوستې سقوط شوي او یو شمېر سرتیري لادرکه دي؛ خو د ننګرهار چارواکيو بیا دا خبر رد کړی دی.

د حصارک، شیرزادو او خوږیاڼو ولسوالیو ځینو اوسېدونکیو دویچه وله ته ویلي چې تېره شپه وسله والو طالبانو په دغو ولسوالیو کې پر ګڼو حکومتي پوستو بریدونه کړي وو، چې دواړو لوریو ته پکې درنه مرګ، ژوبله اوښتې ده.

اړونده موضوع:ننگرهار چاودنه: د ولایتي شورا د غړي د وژل کیدو ترڅنګ درنه مرګ ژوبله اوښتې

د حصارک ولسوالۍ اوسېدونکی حکمتیار وايي، سیمه کې یې حالات اوس هم جنګي دي، چې له امله یې ولسي خلک په اندېښنه کې دي.

همدې حال کې تېره شپه د کونړ په غازي اباد ولسوالۍ هم وسله والو ډله ییز برید کړی و؛ خو د کونړ د پولیسو ویاند فرید دهقان وايي، یاد برید پر شاه تمبول شوی، چې په ترڅ کې یې طالبانو ته مرګ، ژوبله اوښتې؛ خو کره شمېر یې معلوم نه دی.

فرید دهقان وايي، یادو بریدونو کې امنیتي ځواکونو او ملکي وګړیو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

د کونړ د چارواکیو د مالوماتو له مخې، د سبتمبر له ۱۲ نیټې تر نن ورځې طالبانو د دغې ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې پر حکومتي پوستو ۲۲ بریدونه کړي، چې پر مهال یې ۱۸ وسله وال وژل شوي او ۲۱ ټپیان شوي دي. په دغو بریدونو کې درې سرتیري وژل شوي او شپږ زخمیان شوي دي.

همدا راز، د لغمان د پولیسو د ویاند شفیق افغانیار د معلوماتو له مخې، له تېرې شنبې تر نن ورځې په دغه ولایت کې وسله والو په بېلابېلو سیمو کې ۲۱ بریدونه کړي، چې ګڼ شمېر طالبانو ته پکې مرګ، ژوبله اوښتې؛ خو کره شمېر یې نه دی معلوم.

نوموړی زياتوي چې د تېرې یوې اونۍ په جریان کې یو ملکي وګړی وژل شوی او یو ټپي دی دغه راز، دوه امنیتي ځواکونه هم ټپيان شوي دي.

د حکومت او طالبانو تر منځ قطر کې د بین الافغاني خبرو پیل کېدو سره سم په ختیځو ولایتونو کې طالبانو پر حکومتي بنسټونو بریدونو ته زور ورکړی دی.

اميد ديدار/ ننگرهار

زموږ له آرشيف څخه: