1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ننګرهار: د ۱۷ رسنیود بندولو له کبله د خبریالانود مرکزاندیښنې

۱۴۰۳ مرداد ۱۷, چهارشنبه

په ننگرهار کې د طالبانو له خوا د مالیې د نه ورکولو له امله د ۱۷ رسنیو د فعالیتونو ځنډولو غبرگونونه راپارولي دي. سرچینو بیا په ننگرهار کې د یوه خبریال د نیول کیدو خبر هم ورکړی دی.

Journalisten in Afghanistan
په افغانستان کی د خبریالانو وضعیتانځور: Rahmat Gul/AP/picture alliance

د طالبانو د ادارې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د سه شنبه په ورځ په ننگرهار ولایت کې د مالیې د نه ورکولو له امله د ۱۷ سیمه ائیزو رسنیو فعالیتونه ځنډولي دي. دغه وزارت خبرداری ورکړی، تر هغو چې دغه رسنۍ مالیې تحویل نکړي، د فعالیت اجازه به ونلري.

د طالبانو د ادارې دغه اقدام، له رسنیو او خبریالانو څخه د ملاتړ د بڼسټونو غبرگونونه راپارولي دي. 

د افغانستان د خبریالانو مرکز له دغه اقدام څخه په سختې اندیښنې سره په دې پریکړه کې د بیا غور کولو او د اقتصادي ستونزو په پام کې نیولو سره له محلي رسنیو  سره د طالبانو د عادلانه چلند غوښتنه کړې ده.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په ننگرهار ولایت کې د ځینو محلي سرچینو په حواله لیکلي دي چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د وزارت د  مخابراتي تنظیم ادارې «اترا» په دغه ولایت کې د خصوصي راډیو او ټلویزیونونو د فعالیت د ځنډولو پریکړه په لیکلي ډول د رسنیو خاوندانو ته رسولې ده.

د خبریالانو د مرکز د اعلامیې په یوه برخه کې راغلي چی «اترا څرگنده کړې چی د ننگرهار د محلي رسنیو د خاوندانو له خوا د فریکونسۍ د مالیو د نه ورکولو او د دغو رسنیو د فریکونسۍ د اجازه نامې د نه تمدید له امله، له دې وروسته سیمه ایزي راډیو گاني او ټلویزیونونه د مخابراتي خدماتو د  قانون د ۳۷ مادې له مخي د فعالیت اجازه نلري.»

په عین وخت کې په ننگرهار ولایت کې ځینو سرچینو خبر ورکړی چې د طالبانو استخباراتو د ملي ټلویزیون خبریال، عزیزاحمد وفا نیولی دی. د دغو سرچینو په حواله د نوموړي خبریال د نیول کیدو علت تراوسه معلوم نه دی.

په افغانستان کی د طالبانو تر واکمنۍ وروسته په تیرو دریو کلونو کې خبریالانو د شکنجې او نیونې پیښې او د خبریالانو او رسنیو  پر فعالیتونو باندې محدودیتونه ادامه لري. سربیره پردې ډیری رسنۍ له جدي اقتصادي ستونزو سره هم لاس او گریوان دي چې له همدې کبله د ډیریو رسنیو فعالیتونه په ټپه دریدلي دي.

د افغانستان د خبریالانو د مرکز د معلوماتو له مخې، د یو شمیر راډيوګانو او ټلوېزيونونو د جوازونو د ځنډولو پرېکړه چې د جوازونود تمدید پيسې یې نه وي ورکړې، د ۱۴۰۲ کال د میزان پر دوهمه نیټه نيول سوې وه او د هېواد په ټولو ولايتونو کې د تطبيق وړ ده.

د افغانستان د خبریالانو د مرکز د معلوماتو له مخي، د ننگرهار سیمه ائیزي راډیو گاني او ټلویزیونونه هر کال د خپلو جوازونو د تمدید له پاره ۱۰۸ زره او همدارنگه ۲۵ ډالر اضافي فیس ورکوي.

خو په ننگرهار کی د محلي رسنیو مسؤلین وایی چې د دغو رسنیو  اقتصادي ستونزې د جمهوري نظام تر سقوط وروسته او د طالبانو د حاکمیت د دورې پر وخت ډیرې سوي دي.

په افغانستان کې د رسنیو  له پاره تجارتي اعلانونه د عاید اصلي سرچیني شمیرل کیدې، چې په تیرو دریو کلونو کې بیخي راکم سوي دي او له همدې کبله رسنۍ د خپل لگښت او ډیرو مالیو د تأمینیولو له پاره لازم مالي وس نلري.

طالبانو د رسنیو ازادي او مسلکي توب څومره سانسور کړی دی؟

15:37

This browser does not support the video element.

GP/AH/Ebrahimkhil, Shakila

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب