نن بيا په زرهاوو فلسطينيان د مصر د سرحد څخه تير سول
۱۳۸۶ بهمن ۴, پنجشنبهاعلان
چي د غزې د تراډي اقتصادي محاصرې ته ادامه ورکي .
صدراعظم اهود اولمرت وويل ، چي تر هغو پوري چي پر اسراييلي ښارو باندي راکټونه فير کيږي ، دغه محاصره به دوام ولري . په عين حال کي ده ډاډ ورکی ، چي اسراييل نه غواړي د غزې په تراډه کي انساني فاجعه رامنځته کي . نن هم په زرهاوو فلسطينيان د مصر د سرحد څخه تير سول ، تر څو هلته غذايي مواد او نور شيان رانيسی . د جمهوررييس حسني مبارک د اوامرو سره سم امنيتي قواوو پر هغو حمله ونکړه ، څو فلسطينيان وکولای سي غذايي مواد رانيسی . د ملګرو ملتو د ملګرو ملتو عمومي منشي بان کي مون د اسراييلو څخه وغوښتل چي د غزې په تراډه کي ډله ايزي جزا ته خاتمه ورکي .