نن د بشردحقوقو بين امللي ورځ ده
۱۳۸۹ آذر ۱۹, جمعهد دموکراتیک جمهوریت کانګو د پلازمیني کنساشا په یوه لیري پرته سیمه کي د جون په دویمه نیټه لارویانو په یوه موټر کي د یوه 46 کلن سړي مړی وموند . د عیني شاهدینو په وینا ددې سړي لاسونه تړل شوي وو او د موټر په شا سیټ کي پروت وو. سړی فکر کولی شي په داسي یوه هیواد کي چي د جنايي جرمونو سطح پکښي ډيره لوړه ده، دا هم د نورو غوندي یو قتل دی .
خو په ټوله نړۍ کي ګن شمیر خلک، د مثال په ډول فلیپ السټون پر هغه باندي شک لري. فلیپ السټون چي بيله کومي محکمي په قتل د رسوني په قضیو کي د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکونکی دی، ددې پيښي یوازي یوه ورځ وروسته په جنیوا کي د بشري حقونو د جرګګۍ په ناسته کي داسي وویل:
« دوې ورځي د مخه یو نفر چي ما ورسره په اکتوبر کي کانګو ته د خپل سفر پر مهال کتلي وه، وژل شوی دی. د ښاغلي فروري بیرټ چیبیا بازا یر د قتل پیښي ته په کتنه سره داسي معلومیږي چي کیدای شي دده په مرګ کي رسمي مقاماتو لاس درلودلی وي. دی د بشري حقونو د یوې ټولني مشر ؤ او په خپل هیواد کي یو منل شوی د بشري حقونو فعال شخصيت وو.»
فلیپ السټون هغه مهال د چیبایا د وژل کیدو په اړه د خپلواکو پلټنو غوښتنه کړي وه. تر نن ورځي په کانګو کي ددې پلټنو نتایج نه دي معلوم شوي . دده د وژل کيدو په ورځ چیبایا د کنساشا د پولیسو قومندان تحقیق ته وربللی وو.
د دې وروسته د ده د ژوند وروستۍ نخښه هغه ایس ایم ایس یا لنډ تیلیفوني پیغام وو چي ده خپلي میرمني ته پکښي لیکلي وه چي دی د کور پر خوا روان دی .
د کانګو د ډيکټاتور موبوټو سي سي سیکو په وخت کي هم چیبایا د هغو کسانوسره مرستي کولې چي حقونه یي تر پښو لاندي کیدل . ډيريو دده دغه کار او جرات ته په درنه سترګه کتل . خو د پوځ لخوا دده سره نفرت ښکاره کیده.
په ژنيو کي د بشري حقونو د لوړي کمیسارۍ د افریقا د برخي مشر سکوټ کیمپبل د چیبایا سره څو څو واري لیدلي وه . دی دده په اړه وايي چي دي ډیر ښه، ارامه او ډير پرکاره سړی وو.
په کانګو کي د بشري حقونو د مدافعینو لپاره چلنجونه ډير زیات دي . دلته دا مدافعین د ښځو سره د پوځ او وسلوالو لخوا په ډله ایزه توګه د تر سره کیدونکو زورزیاتیو سره مخامخ دي.
بيله محکمې د فيصلې څخه اعداميدل او د شکنجې پیښي هم ډيري زیاتي دي . دولتي حقوقي ادارې ډيري کمروزي دي او مجریمینو ته د سزا ورکولو څوک نسته.
نو د سکوټ کمبل په اند د تعصبي چلند، د جامعې څخه د منزوي کولو او زورزیاتيو پر ضد مبازره ډير جرات غواړي.
« کانګو بي له شکه د بشري حقونو د ساتني په اړه زمونږ د ځمکي تر ټولو خطرناک ځای دی . هغه خلک چي دلته د ټولو خطرونو پرته د بشري حقونو د ساتني لپاره کارکوي ،هغوی زما لپاره د ستایني وړ دي .
دوی هیڅ کوم امنیت نه لري . دا د چیبایا برخه لیک روښانه کړه . زه هغوی ټولو ته چي اوس دا مبازره پر مخ وړي د تعظیم سر ټيټوم. »
ناوي پيلای چي د بشري حقونو لوړه کمیساره ده، د بشري حقونو په بين امللي ورځ یې پخپله وینا کي پر نړۍ والو باندي د انساني حقونو د مدافعینو څخه د ملاتړغږ وکړ.
« موږ باید د دوی د حقونو لپاره کار وکړو. په دې ډول بیا دوی کولی شي چي زمونږ د حقوقو لپاره کار وکړي.»
آژانسونه/ عبدالباري حکيم
کتونکی: قاسم نوري