نن د جرمني په پارلمان کي دافغانستان پر بياجوړولو خبري وسوې
۱۳۸۷ تیر ۵, چهارشنبهد دغه هېواد په پارلمان کي،دافغانستان د بيارغوني د مرستو په اړوند د حکومت دريز اعلام کی . شټاين ماير په اعلاميه کي د پاريس د غونډې نتيجو ته هم اشاره وکړه .
هلته نړيوالو دوې اونۍ مخکی افغانستان ته د قريب ١٤ ملياردو ډالرو نوو مرستو ژمنه ورکړه. ددې اندازې څخه آلمان تر ٢٠١٠ ميلادي کاله پورې ٤٢٠ مليونه يورو ورکوي . شټاين ماير وويل چه د جرمني ډيره علاقه مندي بيا هم دملکي برخي بيا جوړول دي . ده نن په پارلمان کي وويل چه د ۲۰۰۱ کال د طالبانو د سقوط راهيسي د پبيا آبادولو په برخه کښي ښکاره پرمختګونه راغلي دي ، چه سړی کولای سي په هغه ووياړي . ده اضافه کړه چه په دغه وخت کښي ۱۳۰۰۰کيلومتره سړکان جوړ سوي ،۸ مليونه مينونه راایستل سوی ،او ۳۵۰۰ مکتبونه يا کاملآ جوړ سوي او يا ترميم سوي دی .
د جرمني حکومت غواړي د نظامي اړخه هم په افغانستان کې ځان پياوړی کړي .
د دفاع وزير فرانڅ يوزف يونگ پرون وويل، چې په افغانستان کې به د آلماني سرتېرو شمېر د ١٠٠٠ تنو په ورزياتولو سره له موجودې اندازې ٣٥٠٠ تنو څخه، ٤٥٠٠ تنو ته لوړکي. خو ددوی ټول عسکر به بيا هم د افغانستان په شمال کې ځای پرځای کيږي .