1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن په ايران کښي دجمهوري رياست انتخابات شروع سول

۱۳۸۸ خرداد ۲۲, جمعه

د ايران جمهورريس محمود احمدي نژاد په کړکيچ کې ښکاري . دده داخلي نيوکه کونکي پر ده دا تور لګوي چه دده تحريک کونکی سياست ، ايران په يوې محدودي کړۍ کي راګير کړی دی ...

په تهران کښی د انتخاباتو جريان
په تهران کښی د انتخاباتو جريانانځور: AP

غربي نړۍ هم پرده باندي دا تور لګوي چه هم دده دريځ د اسراييلو په مقابل کې او هم دده هڅي دايران داټومي پروګرام په تړاو درستي ندي .

نن د جمعې په ورځ احمدي نژاد ددوهم وار دپاره د جمهوري رياست چوکۍ ته ځان کانديدکړی دی . د ايران د تهران د ښار 8ميلونه اوسېدونکی بايد نن د جمهوري رياست د انتخاباتو په خاطر د ډير صبر او حوصلې څخه کار واخلي ،تر څو خپله رايه ورکولای سي .

اګر چه په ايران کي دجمهوري رياست د انتخاباتو د پاره پوره امنيتي تدبيرونه نيول سويدي ، او داپلاپه عادي سختو مقراراتو کښي يو څه نرمښت اواسانتياوي راغلي دي . په کوڅو اولويو ښارونو کي په ازادانه ډول د محفلونو او جلسو بندوبست کيږي ، چه دايو مثبت تغير ښکاري . انتخابات هم په آزادانه ډول سر ته رسيږي ،چه په اصل کې په ايران کې د 30کلونو راهيسي داسي يو حالت نه ؤ رامنځ ته سوی .

د جمهوري رياست دواړو کانديدانو په يوه تلويزوني مرکه کښي يو دبل په مقابل کي په ښکاره ډول خپل دريځونه جوت کړل .

د بلي خوا د لمړي ځل دپاره د يوه کانديد څخه خپلي ښځي په ښکاره او فعال ډول په انتخاباتو کې حمايه کړې ده،او پدې ډول یې د ښځو رول ته ارزښت ورکړی دی .

دا چه زُهرا رهنورد نوميږي يوه هنرمنده او د سياسي علومو ماهره ده ، دتهران په پوهنتون کښي رييسه وه، او د پخوانې جمهور ريس محمد خاتمي مشاوره وه .

دې ځان داسي معرفی کۍ . « زه د مير حسين مسوي ښځه يم چه په انتخاباتو کي د خپل سړي دپاره هلي ځلي کوم ، چې په تيرو اونيو کي داحمدي نژاد يو لوی سيال ګرځيدلی دی . »

دې په خپلو خبرو کي پر احمدي نژاد پوره ګذارونه وکړل ، او خبره داسي يو حالت ته ورسيدله چې احمدي نژاد ددې اکادميک او علمي سر نوشت تر يو قسم پوښتني لاندي راوستۍ ! دې ورته په ځواب کې وه ويل چه ، که احمدي نژاد بخښنه ونه غواړي ، نو زه به بيا پر ده عريضه وکړم . دده خبري يوازي زما دپاره توهين او سپکاوی ندی ، بلکه د ايران دټولو ښځو دپاره سپکاوی دی . رهنورد يوه باشعوره تکړه ښځه ده . همدغي ښځي خاتمي هم د جمهوري رياست چوکۍ ته رسولی ؤ، خو بيا وروسته دده څخه نااميده سوه .

محمود احمدي نژاد تر هغه وروسته چه په تهران کښي يې په يوه انتخاباتی حوضه کي رايه ورکړلانځور: AP

داسي ښکاري چي يو ګڼ شمير ښځي او ځوانان به په ننيو انتخاباتو کي ګډون وکړي ، او دابه ددې مانا ولري چه د برحاله جمهوررييس دپاره به ساحه راتنګه سي .

مير حسين مسوي ،دا چه يوه مبارزه او تکړه ښځه لري ، پدي هڅو کي داحمدي نژاد يوازنی سيال ند ی ، بلکه سر بيره پردې د جمهوري رياست په انتخاباتو کي يو بل کانديد يعني د انقلابي ګارډ مشر محسن رضا هم برخه لري .

او يو بل کانديد چه په اصل کې د ريفورم د پلويانو په قطار کي راځي ، مهدي کروبي دی ، خودامعلومه ده چې اصلي سيالي د احمدي نژاد او مسوي تر منځ ده .

په اصل کې دواړه کانديدان د خپلو ځانګړو خصلتونو او نظريوپه درلودلوسره يو دبل څخه توپير کيدلی سي . پر احمدي نژاد دا تور موجود دی چه تر اوسه پوري په ايران کي د اقتصادي خراب حالت ذمه واري پرغاړه لري .

رضايې پراحمدي نژاد نيوکه کوي او وايي چه ، احمدي نژاد ايران د بر بادي کندي ته اچوي ،اومسوي بيا پر احمدي نژاد تور لګوي چه ايران يې دخارجي سياست په برخه کښي د انزوا سره مخامخ کړيدی، او ځکه نو ايران ته پوره تاوان رسيدلی دی .

پر احمدي نژاد باندی دا تورونه هم لګيږي ،چه خلګو ته يې سوغاتونه ورکړي دي ، څو ورته رايي ورکړي ، خو پخپله احمدي نژاد دغه ټول تورونه ردوي .

فيليف/ ګرديوال

کتونکی : محمد قاسم نوري

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل