نن په تاريخ کي
۱۳۹۰ آبان ۲, دوشنبهپه تاريخ کي د نن ورځي مهمي پيښي:
د ۱۹۷۵م کال پرهمدي ورځ اتريش، پر روسيې او روسيي پولينډ د دريم ځل له پاره سره وويشه.
د ۱۸۶۱م کال پر نني ورځ د تيلګراف لومړني پيغام واستول شو. دغه پيغام د امريکا د متحده ايالاتو د کليفورنيا د ښار څخه قاضي، سټيفن فيلډ، د وخت د امريکا ولسمشر ته استولي وو.
د ۱۸۸۲م کال د اکتوبر په ۲۴مه نيټه ډاکټر روبرټ کخ د نري رنځ د ناروغۍ ميکروب کشف کړ.
د ۱۹۲۲م کال پر همدي ورځ د آيرلينډ پارليمان د خپلواکه هيواد لپاره اساسي قانون تصويب کړ.
د ۱۹۲۹م کال دغه ورځ د « توري پنجشنبي» په ورځ ياديږي. پر دغه ورځ د نيويارک د ا سهامو په بازار کي په يوه ورځ کي اسهامو کابو ۱۳سلنه خپل ارزښت د لاسه ورکړي وو.
د ۱۹۳۵م کال پر نني ورځ ايټاليي پر ايتوپيا بريد وکړ.
د ۱۹۵۹م کال پر همدي ورځ کابو ۱۰زره مسلمانان د برما څخه ختيځ پاکستان ته وتښتيدل، تر څو د برما د چارواکو او د بودا د قبيلي د فشار څخه ځان بچ کړي.
د ۱۹۶۴م کال د اکتوبر پر ۲۴مه زامبيا د انګلستان څخه خپلواکي واخيسته.
د ۱۹۷۰کال پر دغه ورځ چپي، سلوادور اليندي، د چلي ولسمشر شو.
د ۱۹۹۶م کال پر دغه ورځ د طالبانو جنګي الوتکو د مخاليفنو د بريد په ځواب د کابل په شمال کي پر يو کلي بمبار وکړ، چي په ترڅ کي يي لږ تر لږه ۲۰تنه ووژل شول.
د ۱۹۹۷م کال پر نني ورځ د ملګرو ملتونو چارواکو وويل چي طالبانو ورسره دا خبره منلي چي د کوکنارو د نه کر لپاره په لاري چاري پر کار واچوي.
د ۲۰۱۰م کال د اکتوبر په ۲۴مه نيټه يو لوړ پوړي برتانوي چارواکي وويل چي د عراق په زندان کي د زندانيانو سره ناوړه چلند او د ملکي وژنو په اړه چي کوم اسناد بربنډ شوي، ډير جدي دي او بايد په دي اړه پلټني وشي.
اژانسونه/ سيدرياض
کتونکي: نجيب الله زيارمل