نن په تاریخ کې
۱۳۹۰ آبان ۲۰, جمعهپه تاریخ کې د نن ورځې مهمې پیښې:
د ۱۸۸۹م کال پر همدغه ورځ واشنټن د اتحاد ۴۲م ایالات اعلان شو.
د ۱۹۱۸م کال د نویمبر د میاشتې په یولسمه نیټه آلماني مشرانو د لومړې نړیوالې جګړې د پای ته رسولو په موخه یو اوربند لاسلیک کړ.
د ۱۹۵۳م کال پر ننې ورځ د کامبریج په پوهنتون کې د پولیو ویروس د لومړي ځل لپاره وپیژندل شو او له هغه څخه انځورونه واخیستل شول.
د ۱۹۶۶م کال پر همدې ورځ متحده ایالاتو یوه فضایي بیړۍ هوا ته واستوله. په دغې بیړۍ کې دوه کسان حمل کیدل.
د ۱۹۷۰م کال د نویمبر د میاشتې په یولسمه د متحده ایالاتو ځواک به ویتنام کې د تای زندان تر برید لاندې ونیوه خو په دغه زندان کې هیڅ کوم یو بندي هم پیدا نه شو.
د ۱۹۷۳م کال پر همدې ورځ اسراییلو او مصر یو اوربند لاسلیک کړ.
د ۱۹۷۳ کال د نویمبر د میاشتي په یولسمه د روسي ملي تیم د فوټبال له نړیوالو سیالیو څخه هغه مهال وښکل شو چې د چيلي د فوټبال د لوبډلې سره یې د لوبې له کولو ډډه وکړه.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض