نن په تاریخ کې
۱۳۹۰ بهمن ۱۹, چهارشنبهاعلان
په تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:
د ۱۹۲۲م کال پر همدې ورځ په سپینه ماڼۍ کي لومړۍ راډیو نصبه شوه.
د ۱۹۲۴م کال پر ننۍ ورځ په متحده ایالاتو کي د ګاز په واسطه لومړنۍ اعدام عملي شو.
د۱۹۴۰م کال پر همدغه ورځ آلماني سرتیرو د پولند په دوه کلو کي د هرو لسو کسانو څخه یو تن وواژه. دغه کار په دغي سیمه کي د دوه آلماني سرتیرو د وژل کیدو له کبله تر سره شو.
د ۱۹۶۲م کال د فبروري پر ۶مه په ویتنام کي د امریکا پوځي شورا جوړه شوه.
د ۱۹۷۴م کال پر همدې ورځ دري امریکایي ستوري مزلي په فضا کي د ۸۴ ورځو تیرولو وروسته ځمکي ته ستانه شول.
د ۱۹۹۳م کال پر ننۍ ورځ د یوي ایرانۍ الوتکي د لویدو له کبله ۱۳۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د ۲۰۰۳م کال پر همدغه ورځ د روسي او چیچیني پوځیانو د جکړي په پایله کي شپږ روسي سرتیري ووژل شول.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل