نن په تاریخ کې
۱۳۹۰ بهمن ۲۳, یکشنبهپه تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:
د ۱۶۱۰م کال پر همدې ورځ د فرانسې پاچا هینري څلورم د آلمان د پروتیستنتانو سره د ملاتړ تړون لاسلیک کړ.
د ۱۷۳۶م کال پر نن ورځ نادر شاه د فارس پاچا شو.
د ۱۸۹۹م کال پر همدغه ورځ آلمان د هسپانیې څخه د مارینا، کارولین او د پاولو جزیرې راونیولې.
د ۱۹۷۰م کال د فبروري د میاشتې پر دولسمه نیټه په مصر کې د اوسپنې پر یوې فابرېکې اسرائیلو هوایي برید تر سره کړ، چې په ترڅ کې ئې ۷۰ ملکي کسان ووژل شول.
د ۱۹۷۳م کال پر همدې ورځ د ویتنام څخه د جگړې لمړنې امریکایي بندي وروسته تر هغې آزاد شو چې د امریکا او ویتنام استازو په پاریس کې سره د جنوري په میاشت کې یو تړون لاسلیک کړی وو.
د ۱۹۷۴م کال پر نن ورځ په مسکو کې د سولې د جایزې گټونکی الکساندر سولژنتڅین، په خپل کور کې ونیول شو او یوه ورځ وروسته جلا وطن کړای شو.
د ۲۰۰۲م کال د فبروري د میاشتې پر دولسمه نیټه پاکستاني چارواکو احمد عمر سعید شیخ د یوه امریکایي خبریال ډانیل پرل د وژنې په قضیې کې د ممکنه ښکیلتیا له امله ونیوه.
د ۲۰۰۷م کال پر همدې ورځ د عراق یوې محکمې د پخواني ولسمشر صدام حسین مرستیال طَه یسین رمضان، د مرگ په سزا محکوم کړ.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل