نن په تاریخ کې
۱۳۹۰ بهمن ۳۰, یکشنبهپه تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:
د ۱۸۷۸م کال پر همدې ورځ امریکایي اختراع کوونکی توماس ایډیسن، د فونو گراپ د ثبتولو امیتازي حق تر لاسه کړ.
د ۱۸۸۱م کال پر نن ورځ کانساس د متحده ایالاتو هغه لومړنۍ ایالت وو چې په الکحولي مشرباتو باندې پکښې بندیز ولگول شو.
د ۱۹۴۲م کال پر همدغه ورځ باندې په دوهمه نړیواله جگړه کې جاپاني الوتکو د آسترالیا په ډاروین سیمه کې پر یو پوځي مقر برید وکړ چې په ترڅ کې ئې ۲۴۳ تنه ووژل شول، اته سمندري بیړې ډوبې شوې او ۲۳ الوتکو ویجاړې شوي.
د ۱۹۵۹م کال د فیبروري د میاشتې پر نوولسمه نیټه په لندن کې د یونان، ترکیې او انگلستان له لوري د قبرس د خپلواکۍ تړون لاسلیک شو.
د ۱۹۶۳م کال پر همدې ورځ د متحده ایالاتو ولسمشر جان ایف کینډي، وویل چې روسیه پر دې راضي شوي چې په کیوبا کې به د خپل ۱۷۰۰۰ سرتیرو څخه څو زره تنه راکم کړي.
د ۱۹۹۳م کال پر نن ورځ یوه بیړۍ د هايټي په سمندر کې د سخت طوفان له امله په سمندر کې ډوبه شوه. په دغه بیړۍ کې ۱۵۰۰ تنه سپاره ول چې د هغوی څخه یوازې ۲۸۵ تنه وژغورل شول.
د ۱۹۹۸م کال پر همدغه ورځ په گورجستان کې د ملگرو ملتونو څلور تنه څارونکي وتښتول شول. چې بیا یو اونۍ وروسته بیرته د تښتونکو د منگولو څخه آزاد کړای شول.
د ۲۰۰۷م کال د فیبروري د میاشتې پر ۱۹مه نیټه د هندوستان څخه پاکستان ته په یو تلونکي اور گاډي کې دوه بمونه وچاودیدل، په اورگاډي کې د اور د لگیدو له امله ۶۶ انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د ۲۰۰۸م کال پر همدې ورځ د کیوبا ولسمشر فیدرل کاسترو د ولسمشرې څخه استعفا ورکړه.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل