نن په تاریخ کې
۱۳۹۱ فروردین ۶, یکشنبهپه تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:
د ۱۸۲۰م کال پر همدې ورځ د یونان په اتن کې د اولمپیک لوبې په نوې بڼه پیل شوې.
د ۱۹۲۰م کال په نن ورځ یونان خپلواکي اعلان کړه.
د ۱۹۶۴م کال پر همدې ورځ انگلستان د متحده ایالاتو د پخواني ولسمشر جان ایف کینډي، په یاد ویر غونډه ولمانځله.
د ۱۹۷۵م کال پر همدې ورځ د سعودي عربستان پاچا فیصل ابن عبدالعزیز، د خپل وراره له خوا وویشتل شو.
د ۱۹۷۶م کال د مارچ د میاشتې پر ۲۵مه نیټه د ارجنټاین پوځ پر کیڼ اړخه سیاسي گوندونو بندیز ولگاوه.
د ۱۹۹۲م کال پر همدې ورځ د پاکستان د کرکیټ ملي لوبډلې انگلستان ته په ۲۲ منډو ماتې ورکړه او نړیوال جام ئې خپل کړ.
د ۱۹۹۵م کال پر نن ورځ سوک وهوونکی مایک ټایسن، د درې کاله بند تیرولو وروسته آزاد کړای شو.
د ۲۰۰۲م کال پر همدغه ورځ د افغانستان په شمال کې د زلزلې له امله شاوخوا ۱۰۰۰ تنو انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د ۲۰۱۰م کال د مارچ د میاشتې پر ۲۵مه نیټه سومالیي ځواکونو د موغادیشو هوایي ډگر ته څیرمه ۵۰۰ کورونه ړنگ کړل.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل