نن په تاریخ کې
۱۳۹۱ فروردین ۱۴, دوشنبهپه تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:
د ۱۷۴۵م کال پر همدې ورځ د بایرن او اتریش تر منځ د سولې تړون لاسلیک شو.
د ۱۸۶۰م کال پر نن ورځ د ایټالیې لومړني پارلمان خپله لومړې غونډه تر سره کړه.
د ۱۹۳۰م کال پر همدې ورځ د نیویارک او برمودا تر منځ لومړنۍ الوتنه تر سره شوه.
د ۱۹۷۹م کال پر همدې ورځ د اسرائیلو لومړي وزیر مناخیم بگین، د مصر له ولسمشر انور سادات سره په قاهر کې ولیدل.
د ۱۹۸۶م کال د اپریل د میاشتې پر دویمه نیټه څلور امریکایي تابعیت لرونکي مسافر د یونان د اتن په هوایي ډگر کې د چاودنې له امله ووژل شول.
د ۱۹۹۲م کال پر همدغه ورځ د فرانسې لومړې وزیرې له خپلې دندې استعفا ورکړه.
د ۲۰۰۹م کال پر نن ورځ د ناټو په ۲۱مه سرمشریزه غونډه کې اندرس فوگ راسموسن د ناټو د نوي منشي په توگه وټاکل شو.
د ۲۰۱۱م کال پر همدې ورځ د جاپان لومړي وزیر له هغې سیمو څخه لیدنه وکړه چې د زلزلې او څونامي له امله زیانمنې شوې وې.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش