نن په تاریخ کې
۱۳۹۱ فروردین ۲۵, جمعهپه تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:
د ۱۷۷۲م کال پر همدې ورځ وارن هاسټنگز د هندوستان د بینگال د والي په توگه وټاکل شو.
د ۱۷۹۶م کال پر نن ورځ فرانسوي ځواکونو د ناپیلیون بوناپارټ په مشرې د ایټالیې په جنوبي برخه کې اتریشي ځواکونو ته ماتې ورکړه.
د ۱۸۶۸م کال پر همدغه ورځ بریتانوي ځواکونو د ایتوپیا ماگدالا ولکه کړه.
د ۱۹۱۹م کال د اپریل د میاشتې پر دیارلسمه نیټه بریتانوي ځواکونو د هندوستان په امرتسر کې په یوه سیاسي غونډې برید وکړ چې په پایله کې ئې ۳۷۹ تنه ووژل شول.
د ۱۹۶۱م کال پر همدې ورځ د ملگرو ملتونو عمومي اسامبلې په جنوبي افریقا کې اپارتاید وغانده.
د ۱۹۸۶م کال پر نن ورځ په نوی دهلي کې د هندوانو په مذهبي مراسمو کې د گډوډې د رامنځ ته کیدو له امله ۴۶ تنه ووژل شول او لږ تر لږه ۳۹ تنه ټپیان شول.
د ۱۹۹۳م کال پر همدغه ورځ ۱۲ تنه په ۱۹۹۱م کال د روسیې د ولسمشر میخایل گورباچوف پر وړاندې د یوې کودتا په لار اچولو باندې تورن شول او محکمه ئې پیل شوه.
د ۱۹۹۵م کال پر نن ورځ یوکراین پر دې راضي شو چې په ۲۰۰۰م کال به د چرنوبل اتومي بټې وتړي.
د ۲۰۱۱م کال د اپریل د میاشتې پر ۱۳مه نیټه ناټو په لیبیا کې په هوایي بریدونو کې د معمر القذافي د پلویانو نوې ځایونه په نښه کړل.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل