نن په تاریخ کې
۱۳۹۱ فروردین ۳۱, پنجشنبهاعلان
په تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:
د ۱۶۶۳م کال پر همدې ورځ عثماني امپراطورې له اتریش سره د جگړې اعلان وکړ.
د ۱۷۹۷م کال پر نن ورځ فرانسې او اتریش اوربند لاسلیک کړ.
د ۱۹۰۶م کال پر همدغه ورځ سن فرانسیسکو کې زلزلې او اور شاوخوا ۴۰۰۰ تنه ووژل او د ښار ۷۵ سلنه برخه کابو له منځه ولاړه.
د ۱۹۸۶م کال پر همدې ورځ رابرټ گیټس د متحده ایالاتو د استخباراتي شبکې CIA د معاون په توگه وټاکل شو.
د ۱۹۹۴م کال د اپریل د میاشتې پر اولسمه نیټه لبنان له ایران سره اړیکې پرې کړې.
د ۱۹۹۴م کال پر همدغه ورځ د استرالیا د کرکیټ توپ وهونکي په یواځې سر په یوه ورځ کې ۳۷۵ منډې وکړې او نړیوال ریکارډ ئې جوړ کړ.
د ۲۰۱۱م کال پر نن ورځ د اندونیزیا د جاوا په ختیځه برخه کې د ځمکې د ښویدو له امله ۱۰۰ تنو انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش