نن په تاریخ کې
۱۳۹۱ اردیبهشت ۶, چهارشنبهاعلان
په تاریخ کې د نن ورځ مهمې پېښې:
د ۱۷۰۷م کال پر همدې ورځ بریتانیاوي ځواکونو په هسپانیا کې ماته وخوړله.
د ۱۸۹۸م کال پر نن ورځ د امریکا متحده ایالاتو د هسپانې پر وړاندې د جګړې اعلان وکړ.
د ۱۹۹۱م کال پر همدغه ورځ که څه هم د هغه وخت د کمونست شوري مشر مکایل ګربچوف خپله استعفا وړاندې کړه خو د شوروي کمونست ګوند پریکړه وکړه چې هغه د هیواد د مشر په توګه وساتي.
د ۱۹۹۸م کال پر نن ورځ په میلیونونو نایجریایانو د ولسمشرۍ ټاکنې بایکاټ کړې.
د ۲۰۰۶م کال د اپریل د میاشتې پر ۲۵مه نیټه یوې ښځینه ځانمرګې برید کوونکي په سریلانکا کې برید وکړ چې په پایله کې شپږ کسان ووژل شول او د دغه هیواد یو لوړ پوړی پوځي چارواکی ټپي شو.
د ۲۰۱۰م کال پر همدې ورځ د شمالی کوریا پولې ته نزدې د جنوبي کوریا یوه کښتۍ ډوبه شوه.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل