نن په تاریخ کې
۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۳, چهارشنبهاعلان
په تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:
د ۱۵۱۹م کال پر همدې ورځ لوناردو دیویچې په فرانسې کې ومړ.
د ۱۸۰۹م کال پر نن ورځ د مدریر خلک د فرانسې پر وړاندې ودریدل او د آزادۍ شپږ کلنه جگړه ئې پیل کړه.
د ۱۹۶۹م کال پر همدغه ورځ د انگلستان د وخت حکومت پریکړه وکړه چې د اروپا گډ مارکیټ ته لاره ومومي.
د ۱۹۹۷م کال پر نن ورځ توني بلیر د انگلستان په تیرو ۱۸۵ کلونو کې د بریتانیا تر ټولو ځوان لومړۍ وزیر شو.
د ۲۰۰۶م کال د مې د میاشتې پر دویمې نیټې په عراق کې دوه الماني انجینران چې له ۹۹ ورځو راهیسي یرغمل نیول شوي ول، آژاد کړل شول.
د ۲۰۱۱م کال پر همدې ورځ امریکايي خاصو ځواکونو د پاکستان په زړه کې اسامه بن لادن، وواژه. اسامه د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د میاشتې د ۱۱ نیټې د بریدونو مسئولیت پر غاړه اخیستی وو.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل