نن په تاریخ کې
۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۷, یکشنبهپه تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:
د ۱۵۳۶م کال پر همدې ورځ پاچا هینري اتم، امر وکړ چې په هره کلیسا کې باید انجیل پروت وي.
د ۱۹۳۳م کال پر نن ورځ ایټالیې او پخواني شوروي اتحاد، د سوداگرې تړون لاسلیک کړ.
د ۱۹۴۱م کال پر همدغه ورځ سټالین، د روسیې لومړې وزیر شو.
د ۱۹۵۵م کال پر نن ورځ ختیځ المان د ناټو په ائتلاف کې شامل شو.
د ۱۹۶۷م کال د مې د میاشتې پر شپږمه نیټه ذاکر حسین د هندوستان د لومړي مسلمان ولسمشر په توگه لوړه وکړه.
د ۱۹۷۴م کال پر همدې ورځ د ختیځ المان صدراعظم، ویلي برندت له خپلې دندې استعفا وکړه.
د ۱۹۷۹م کال پر نن ورځ پخواني شوروي اتحاد د قزاقستان په ختیځه برخه کې اتومي ازموینه تر سره کړه.
د ۱۹۸۱م کال پر همدې ورځ متحده ایالاتو د لیبیا دیپلوماتان له خپل هیواد څخه وایستل.
د ۱۹۸۷م کال پر نن ورځ روسیې یو ځل بیا د قزاقستان په ختیځه برخه کې اتومي ازموینه تر سره کړه.
د ۱۹۹۴م کال پر همدغه ورځ نیلسن منډیلا او د هغه سیاسي گوند د ټاکنو گټونکی اعلان شو.
د ۲۰۰۷م کال د مې د میاشتې پر شپږمه نیټه نیکولا سرکوزي د فرانسې د ولسمشرې ټاکنې وگټلې.
د ۲۰۱۱م کال په همدې ورځ د القاعدې ترهگرې شبکې د اسامه بن لادن وژل تائید کړل.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل