نن په تاریخ کې
۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۸, پنجشنبهپه تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:
د ۱۷۵۶م کال پر همدې ورځ بریتانیا د فرانسې پر وړاندې د جگړې اعلان وکړ.
د ۱۷۹۲م کال پر نن ورځ ۲۴ سوداگرو د نیویارک د اسهامو مارکیټ په والستریت کې جوړ کړ.
د ۱۹۳۴م کال پر همدغه ورځ په بلغاریا کې پوځ دیموکراتیک حکومت راوپرځوه.
د ۱۹۸۳م کال پر نن ورځ اسرائیل او لبنان سره یوې موافقې ته ورسیدل چې له مخې ئې اسرائیلو له دغه هیواد څخه د خپلو ځواکونو د راایستلو پریکړه وکړه.
د ۱۹۸۷م کال د مې د میاشتې پر ۱۷مه نیټه یوې عراقي جنگي الوتکې ۳۷ امریکايي سمندري څواکونه ووژل. عراق او امریکا دغه پېښه یوه تیروتنه وبلله.
د ۲۰۰۱م کال پر همدې ورځ ملگرو ملتونو اعلان وکړ چې د نړیوالې سوداگرۍ يو پوهنتون به جوړ کړي چې پکښې به د غریبو هیوادونو اوسیدونکي د نړیوالې سوداگرۍ په اړه زده کړې کوي.
د ۲۰۱۱م کال پر نن ورځ امریکايي سناتورانو پاکستان ته گواښ وکړ چې که د ترهگرو پر وړاندې عملیات په لاره وا نه چوي نو امریکا به پر دغه هیواد باندې خپلې مرستې ودروي..
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل