نن په تاریخ کې
۱۳۹۱ خرداد ۲, سهشنبهپه تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:
د ۱۸۳۳م کال پر همدې ورځ په چلي هیواد کې په نوي اساسي قانون کې ولسمشر ته ډیر واک ورکړل شول او رومان کاتولیزم ئې د دغه هیواد د دین په توگه یاد کړ.
د ۱۸۲۲م کال پر نن ورځ متحده ایالاتو او کوریا د سولې او دوستې تړون لاسلیک کړ.
د ۱۹۳۹م کال پر همدغه ورځ د المان ادولف هټلر او د ایټالیې بنیتو موسولینی لسن کلن پوځي او سیاسي ملاتړ لاسلیک کړ.
د ۱۹۷۲م کال پر نن ورځ ریچارد نیکسون د متحده ایالاتو لومړنی ولسمشر وو چې روسیې ته ئې سفر وکړ.
د ۱۹۸۴م کال د مې د میاشتې پر ۲۲مه نیټه د پخواني شوروي ځواکونو پنجشیر درې ته د تلونکي لارې بمبارې ته ادامه ورکړه.
د ۱۹۸۵م کال پر همدغه ورځ د بیروت څیرمه سیمه کې یوې بمي چاودنې ۶۰ تنه ووژل او تر ۱۹۰ زیات کسان ئې ټپیان کړل.
د ۱۹۸۹م کال پر نن ورځ هندوستان د لنډ واټن ویشتونکي توغندي کامیابه ازموینه تر سره کړه.
د ۱۹۹۱م کال پر همدې ورځ د هندوستان د کانگرس گوند د مشر راجیو گاندهي تر وژل کیدو څو ورځې وروسته د گوند مشرانو د هغې کونډې سونیا گاندهي ته د گوند د مشرې وړاندیز وکړ خو هغې د گوند مشري پر غاړه وانخیسته.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش