نن په تاریخ کې
۱۳۹۱ خرداد ۹, سهشنبهپه تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:
د ۱۴۵۳م کال پر همدې ورځ ترکانو د خیتځ روم د امپراطورې پلازمینه ونیوله.
د ۱۹۰۳م کال پر نن ورځ د صربستان پاچا الکسندر او د هغه میرمن د افسرانو او گارد له خوا ترور شول.
د ۱۹۷۳م کال پر همدغه ورځ تام برادلي د لاس اینجلس لومړنی تورپوستی ښاروال وټاکل شو.
د ۱۹۸۵م کال پر نن ورځ په بروکسل کې د اروپا د فوټبال د اتلولیو په یوه لوبه کې د تاوتریخوالي د رامنځته کیدو له امله ۳۷۵ تنه ووژل شول او نور زیات ټپیان شول.
د ۱۹۸۸م کال د مې د میاشتې پر ۲۹ نیټه د متحده ایالاتو ولسمشر رونالد ریگن په خپل لومړي سفر ماسکو ته ورسید.
د ۱۹۹۰م کال پر همدې ورځ بورس یلسن د روسیې د ولسمشر په توگه وټاکل شو.
د ۱۹۹۱م کال پر نن ورځ د یوگوسلاویا جمهوریت کروشیا د خپلواکۍ اعلان وکړ. او په رسمي توگه یوه میاشت وروسته بیا له یوگوسلاویا څخه جلا شوه.
د ۲۰۰۲م کال پر همدې ورځ د پاکستان استخباراتي چارواکو وویل چې د طالبانو د رژیم تر ړنگیدو وروسته د القاعدې په سلونو تنه غړي د پاکستاني ښارونو په لور خوځیدلي دي.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش