نن په تاریخ کې
۱۳۹۱ خرداد ۱۱, پنجشنبهاعلان
په تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:
د ۱۷۹۰م کال پر همدې ورځ په امریکا کې د چاپ د حق قانون رامنځ ته شو.
د ۱۹۳۱م کال پر نن ورځ به بحرین کې د تیلو زیرمې وموندل شوي. دا په عربي نړۍ کې د تیلو زیرمو لومړی کشف وو.
د ۱۹۶۱م کال پر همدغه ورځ جنوبي اقریقا له انگلستان څخه خپله ازادي تر لاسه کړه.
د ۱۹۷۰م کال پر نن ورځ په پیرو کې زلزله وشوه چې په پایله کې ئې ۶۶۰۰۰ کسان ووژل شول، ۲۰۰۰۰ لا درکه شول او ۲۰۰۰۰۰ نور ټپیان شول.
د ۱۹۷۳م کال د مې د میاشتې پر ۳۱مه نیټه د متحده ایالاتو سنا په کمبودیا کې د امریکا د بمباریو له پاره ټولې پېسې قطع کړې.
د ۲۰۰۴م کال پر همدغه ورځ په کراچې کې په یوه مسجد کې بم وچاود چې په پایله کې ئې ۱۶ کسان ووژل شول.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم