نن په تاریخ کې
۱۳۹۱ خرداد ۱۲, جمعهپه تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:
د ۱۴۷۹م کال پر همدې ورځ په ډنمارک کې د کوپنهاگن پوهنتون تأسیس شو.
د ۱۶۷۱م کال پر نن ورځ ترکیې له پولنډ سره د جگړې اعلان وکړ.
د ۱۹۴۳م کال پر همدغه ورځ په دویمه نړیواله جگړه کې یو ملکي پرواز چې د لیزبون څخه لندن ته روان وو د المانانو له خوا وویشتل شو.
د ۱۹۵۸م کال پر نن ورځ شارل دوگل د فرانسې د لومړي وزیر په توگه وټاکل شو.
د ۱۹۷۶م کال د جون د میاشتې پر لومړۍ نیټه سوریې پر لبنان برید وکړ.
د ۱۹۸۷م کال پر همدې ورځ د لبنان لومړی وزیر، رشید کریمي په یوه چاودنه کې ووژل شو. دغه بم په هغه څرخي الوتکه کې ځای پر ځای کړای شوی وو چې ده په کې الوتنه کوله.
د ۲۰۰۱م کال پر همدې ورځ د نیپال شهزاده دیپندرا د خپل مور او پلار سربیره د شاهي کورنۍ نور ۶ تنه غړي ووژل او بیا وروسته ئې خپل ځان هم وواژه.
د ۲۰۰۴م کال پر نن ورځ غازي مشعل عجيل الياور، د عراق د ولسمشر په توگه وټاکل شو.
د ۲۰۰۵م کال د جون د میاشتې پر لومړۍ نیټه یو وسله وال تن د هایتي په پلازمینه کې یو فرانسوی دیپلومات په ډزو وواژه.
د ۲۰۰۹م کال پر همدې ورځ د فرانسې د هوایي شرکت یوه الوتکه چې په کې ۲۲۸ تنه سپاره ول د ریو دوژانیرو، څخه د فرانسې پر لور الوتنه وکړه او د اتلانتیک په بحر کې ډوبه شوه.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش