نن په تاریخ کې
۱۳۹۱ تیر ۳۰, جمعهاعلان
په تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:
د ۱۸۸۰م کال پر همدې ورځ د افغان او انگلیس دویمه جگړه پای ته ورسیده. امیر عبدالرحمان د افغانستان د نوي مشر په نوم یاد شو.
د ۱۹۲۳م کال پر همدې ورځ په مکسیکو کې انقلابي مشر فرانسکو ویلا ووژل شو.
د ۱۹۵۱م کال نن ورځ د اردن پاچا په بیت المقدس کې د یوه فلسطیني له خوا ترور شو.
د ۱۹۷۴م کال پر همدغه ورځ ترکیې د قبرس د مدیتراني پر جزیره برید وکړ.
د ۱۹۸۹م کال پر نن ورځ په برما کې سان سوچي په خپل کور کې نظر بنده کړای شوه.
د ۲۰۰۷م کال د جولایي د میاشتې پر شلمه نیټه د پاکستان سترې محکمې امر وکړ چې پرویز مشرف حق نه لري چې د سترې محکمې ریئس له دندې گوښه کړي او معزول کړای شوی قاضي القضات ئې بیرته په خپله دنده وگماره.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: عبدالباري حکیم