نن په تاریخ کې
۱۳۹۱ تیر ۳۱, شنبهاعلان
په تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:
د ۱۷۹۸م کال پر همدغه ورځ د فرانسې ناپیلیون بوناپارټ مصریانو ته ماتې ورکړه.
د ۱۹۴۴م کال پر نن ورځ په دویمه نړیواله جگړه کې امریکایي ځواکونه د گوام په سیمه کې ښکته شول.
د ۱۹۶۲م کال پر همدې ورځ سیریماو بندارانایکه، د سرې لنکا لومړې وزیره شوه. پر دې سربیره هغه په نړۍ کې لومړنۍ ښځینه صدراعظمه هم وه.
د ۱۹۶۲م کال د جولایې د میاشتې پر ۲۱مه نیټه د هند او چین د ځواکونو تر منځ د کشمیر په دوو شخړه ییزه سیمو کې وسله والې نښتې رامنځ ته شوې.
د ۲۰۰۱م کال پر همدې ورځ په ایران کې د سیلابونو له امله ۳۰ تنه ووژل شول او شاوخوا ۱۰۰ تنه ټپیان شول.
د ۲۰۰۷م کال پر نن ورځ پارتیبا پټیل د هندوستان د ولسمشرې په توگه وټاکل شوه.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: احمد ولي اچکزی