1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن په تاریخ کې

۱۳۹۱ مرداد ۵, پنجشنبه

نن پنجشنبه، د جولای د میاشتې ۲۶مه نیټه او د ۲۰۱۲م کال ۲۰۸مه ورځ ده. د کال پای ته ۱۵۸ ورځې پاتې دي.

انځور: Fotolia/naftizin

په تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:

د ۱۸۲۱م کال پر همدې ورځ ترکیې له روسیې سره خپلې اړیکې وشلولې.

د ۱۸۴۷م کال پر نن ورځ لیبریا لومړی افریقایي هیواد وو چې له انگلستان څخه ئې خپله آزادي واخیسته.

د ۱۹۴۲م کال پر همدغه ورځ بریتانیاوي الوتکو د المان پر هامبورگ ښار باندې برید وکړ.

د ۱۹۴۵م کال د جولایي د میاشتې پر ۲۶مه نیټه انگلستان، امریکا او چین د جاپان د پرته له قید او شرط څخه تسلیمیدو غوښتنه وکړه. دا د دویمې نړیوالې جگړې د ختمولو له پاره تر ټولو مهم شرط وو.

د ۱۹۶۸م کال پر نن ورځ په تایلند کې ۲۰ تنه یاغیانو د امریکا پر یوې اډې باندې بریدونه وکړل.

د ۱۹۹۰م کال پر همدې ورځ له هغه وروسته چې کویټ ومنل چې خپل د نفتو تولید به راکم کړي، عراق وویل چې له دې هیواد سره په پوله کې به د خپلو ځواکونو شمیر راتیټ کړي.

د ۲۰۰۶م کال پر همدې ورځ اسرائیلي الوتکو او توغندیو پر فلسطین باندې برید وکړ چې په پایله کې ئې ۱۸ ملکیان ووژل شول. د وژل شوی کسانو په ډله درې وړوکې نجونې هم شاملې وې.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب