نن په تاریخ کې
۱۳۹۱ مرداد ۹, دوشنبهپه تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:
د ۱۶۱۹م کال پر همدې ورځ د متحده ایالاتو لومړنۍ ټاکل شوې اسامبلۍ د ویرجینیا په جیمز ټاون کې غونډه وکړه.
د ۱۷۰۹م کال پر نن ورځ بریتانوي ځواکونو د بلجیم د تورنایي په سیمه کې فرانسویانو ته ماتې ورکړه.
د ۱۹۰۷م کال پر همدغه ورځ په فیلیپین کې د لومړنۍ ولسي جرگې له پاره ټاکنې تر سره شوې.
د ۱۹۵۳م کال پر همدې ورځ بریتانې له لیبیا سره ائتلاف جوړ کړ.
د ۱۹۷۱م کال پر نن ورځ د متحده ایالاتو د اپولو ۱۵ دوه ستور مزلي دیوید سکوټ او جیمز ایروین پر سپوږمۍ ښکته شول.
د ۱۹۸۲م کال د جولایي د میاشتې په دیرشمه نیټه د پاناما ولسمشر د پوځ له لوري د فشارونو له امله تر خپلې ټاکلې نیټې دوه کاله د مخه استعفا ورکړه.
د ۲۰۰۲م کال پر همدې ورځ د کانگو د دموکراتیک جمهوریت ولسمشر او د روانډا ولسمشر د سولې تړون لاسلیک کړ.
د ۲۰۰۶م کال پر نن ورځ د اسرائیلو له لوري توغول شوو توغندیو په لبنان کې لږ تر لږه ۵۶ تنه ووژل چې زیاتره ئې ماشومان ول.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش