نن په تاریخ کې
۱۳۹۱ مرداد ۱۶, دوشنبهپه تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:
د ۱۸۲۸م کال پر همدې ورځ د مصر واکمن محمد علي د انگلیسانو دغه غوښتنه ومنله چې له یونان څخه ووځي.
د ۱۸۹۰م کال پر همدې ورځ په متحده ایالاتو کې د لومړي ځل له پاره یو تن په برقي څوکۍ کې اعدام شو.
د ۱۹۱۴م کال پر نن ورځ صربستان او مونټینگرو له المان سره د جگړې اعلان وکړ.
د ۱۹۴۵م کال پر همدې ورځ د لومړي ځل له پاره په جگړه کې اتومي بم څخه کار واخیستل شو. دغه بم د متحده ایالاتو له الوتکې څخه د جاپان د هیروشیما پر سیمه استعمال شو.
د ۱۹۹۰م کال پر نن ورځ په پاکستان کې د ۲۰ میاشتو د دولت کولو وروسته د بې نظیر بهټو د پوځ له لوري گوښه کړای شو.
د ۱۹۹۵م کا د اگست د میاشتې پر شپږمه نیټه متحده ایالاتو په ویتنام کې خپل سفارت پرانیست.
د ۲۰۱۱م کال پر همدې ورځ په افغانستان کې یاغیانو د متحده ایالاتو پوځي څرخي الوتکه رانسکوره کړه چې په ترڅ کې ئې ۳۰ تنه امریکایایي سرتیري ووژل شول.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش