نن په تاریخ کې
۱۳۹۱ مرداد ۲۱, شنبهاعلان
په تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:
د ۱۷۱۲م کال پر همدې ورځ د سویس جگړه پای ته ورسیده.
د ۱۹۲۹م کال پر نن ورځ عربانو با فلسطین کې پر یهودیانو بریدونه پیل کړل.
د ۱۹۳۵م کال پر همدغه ورځ نازیانو په المان کې د یهودیانو پر ضد مظاهرې په لاره واجولې.
د ۱۹۷۵م کال پر نن ورځ چین، جاپان ته له سره الوتنې پیل کړې.
د ۱۹۵۲م کال د اگست د میاشتې پر یوولسمه نیټه حسین د اردن د پاچا په توگه وټاکل شو.
د ۱۹۹۰م کال همدغه ورځ مصري او مراکويي ځواکونه سعودي عربستان ته ورسیدل چې د عراق پر ضد وجنگیږي.
د ۱۹۹۳م کال پر همدې ورځ د ملگرو ملتونو سوله ساتو ځواکونو په سومالي کې اووه تنه یاغیان ووژل.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض