د ۲۰۱۱ م کال د مارچ میاشتې په ۱۵ نیټه کله چې د سوریې خلک د حکومت پر ضد سړکونو ته را ووتل، هغوي فکر نه کاوه چې ګوندې دغه احتجاجونه به پر داسې یوې پيچلي جګړې واوړي چې په هغې به حکومتي ځواکونه، یاغیان، جهادي ډلې، بهرني قوتونه او ملیشه یو د بل پر وړاندې جنګیږي.
د دې جګړې نهه کاله پوره شول. په دې جریان کې ۳۸۴۰۰۰ انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ چې ۱۱۶۰۰۰ تنه په کې ملکیان ول.
د دې وسله والې شخړې له امله شاوخوا ۱۱ میلیونه سوریایان بی کوره شوي دي. له دې ډلې یو شمیر یې په بهرنیو هیوادونو کې د مهاجرت شپې ورځې تیروي او په سلګونو زره نور یې بیا په هیواد کې دننه بی ځایه شوي دي.
هاله ابراهیم د ادليب ښار په دانا کې اوسیږي. هاله د حلب اصلي اوسیدونکي ده او کله چې په ۲۰۱۶م کال کې د ولسمشر بشارالاسد پلوي ځواکونو پر دې ښار کنترول ترلاسه کړ، نو دې خپل هر څه پریښودل او دانا ته لاړه. دا وایي: «زه مجبوره شوم خپل کور او پوهنتون پریږدم، ځکه دا هر څه په بمباریو کې له منځه تللي وو.» د هاله ابراهیم په خبره هغې له دې نهه کلنې جګړې او انقلابه د رنځ او تکلیف پرته بل هیڅ څه نه دي لیدلي.
د روسیې د نظامي ملاتړ، ایراني ملیشه او د لبنان د حزب الله شعیه ملیشه و په مرسته د بشارالاسد ځواکونو اوس د هیواد پر شاوخوا ۷۰ سلنه برخې کنترول ترلاسه کړی دی. په دې ورځو کې د اسد ځواکونو د سوریې په شمال لویدیځ کې عملیات جاري ساتلي دي.
د ادليب جګړه: ۹۰۰ زره کسان بې ځايه شوي
له لوږې سره د مخامخو کسانو سره د مرستې نړیوال آلماني سازمان د څيړنو له مخې سوريه د بې ځايه شویو تر ټولو ناوړه بحران تجربه کوې. ملګرو ملتونو ويلی چې د دسمبر میاشتې راهيسې د سوريې له شمال لويديځ څخه ۹۰۰ زره کسان تښتيدلي. انځور: picture-alliance/AA/M. Said د «له لوږې سره د مخامخو کسانو سره د مرستې نړیوال آلماني سازمان » د څيړنو له مخې سوريه د نهه کلنۍ کورنۍ جګړی له پيل راهیسې د مهاجرت په بحران کي تر ټولو سخت حالت تجربه کوي. د ملګرو ملتونو ټولني د رپوټ له مخې د دسمبر مياشتي څخه تر اوسه پورې ۹۰۰ زره کسان د سوريې له شمال لويديځ څخه د جګړي زياتيدلو له کبله تښتيدلي دي.
انځور: Getty Images/AFP/A. Watad له ادلیب څخه بې ځایه شوی ۶۰ سلنه ماشومان دي د ملګرو ملتونو د بې ځایه شویو همغږی کونکی اداري (اوچا) د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د اټکلونو له مخې ۶۰ سلنه بی ځايه شوي ماشومان دي.د ملګرو ملتونو سازمان د فبروري مياشتې په لومړیو کي د بې ځایه شويو شمير ۵۲۰ زره اعلان کړې وو، خو دغه شمير اوس ډير شوې دې.
انځور: picture-alliance/AA/M. Said د ماشومان سره مرسته کونکې سازمان«سیف د چلدرن» رپوټ ورکړي، چې د ادلیب يو په څلورم اوسیدونکې په واوره وريدنه او تر صفر لاندي سړه هوا کي مجبور شوی چې خپل کور پريږدي. د سړو او ناوړه شرايطو له کبله، د سانتيګراد اوه درجو کي د ترکيې سرحد ته نږدې د بې ځايه شويو په کمپونو کي، اوه تنه ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړې.
انځور: picture-alliance/AA/H. Harrat د سوريې د دولت سرتیرې له دسمبر میاشتي راهیسې د روسې پوځي ځواکونو په ملاتړ د ادليب په ولايت کې په لومړي سر کې د وسله والو اسلام پالو پر ضد د پرمختګ په حال کي دی. ګاونډی هيواد ترکيه د بشرالاسد له مخالفو ځواکونو سره د هغوی په واک کې د وروستيو سيمو په ساتنه کې مرسته کوي.
انځور: picture-alliance/AA/C. Genco د ترکيې د سرحد په لور تيښته په حلب کي د سختو نښتو له کبله تر ۴۳ زره کسان د ترکيې سرحد په لور تيښتې ته مجبوره شوي. په ټوليزه توګه کابو ۸۰ سلنه بي ځايه شوي کسان ښځي او ماشومان دي.
انځور: picture-alliance/AA/M. Said د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په دي وروستيو کي په سوریه کي مخ په ډيريدونکي توګه تاو تريخوالی محکوم کړې دې. دلیل يې د ادليب په سيمو کی د بشرالاسد امنيتي ځواکونو پر مختګ دي، چې د ياغيانو په کنترول کې دې. د ملګرو ملتونو سازمان د بشری حقونو برخې، سږکال ۲۹۹ ملکي کسانو وژل ثبت کړي دي، چې ۹۳ سلنه يې د سوريې او متحدینو د عملیاتو له کبله وو.
انځور: picture-alliance/AA/I. Dervis په جګړه ځپلو سیمو کي د ماشومانو وضعیت له نهه کلنې کورنۍ جګړې وروسته اوس ترکيې ته نږدې د سوريې شمال لويديځ د ياغيانو تر ټولو ستر مرکز دې. د ملګرو ملتونو سرمنشي انتيو ګوترش په ادليب کي د ترکيې او سوريې د سرتيرو تر منځ د جګړې پاي ته رسولو غوښتنه کړي. هغه ويلي: «هغه جګړه چې کابو نهه کاله يې دوام وکړ، يوازي کيدلي شي، چې له سیاسی لاري حل شی نه له نظامي لارې.»
انځور: Getty Images/AFP/O. Haj Kadour د ملګرو ملتونو سازمان ويلي، چې اوس د بې ځايه شويو له پاره هيڅ کومه آامنه سرپناه شتون نه لري. د پناه غوښتونکو کمپونه بيخې ډک شوي دي. ډيرې بې ځايه شوي له کمپونو څخه وتلی او د واټونو پپر غاړو ژوند کوي.
انځور: picture-alliance/dpa/A. Alkharboutli نه د وتلو او نه د بیرته ګرځيدو لار ترکیې خپل سرحدونه تړلي، څو د سوريايي مهاجرو د ورتګ مخه ونیسې. په اوس وخت کي دغه هیواد د ۳،۵ میلونه مهاجرو کوربه دې. د نړیوالو سازمانونو د رپوټ له مخې له ۵۰۰ زره څخه زیات تښتيدلي کسان ماشومان دي.
انځور: picture-alliance/AA/M. Said
په ادلیب کې د حکومتی ځواکونو د عملیاتو له امله په سلګونو خلک مجبوره شوي دي چې په کمپونو، جوماتونو، ښوونځیو او تر شنه آسمان لاندې میدانونو کې شپې سبا کړي.
سیهام عبس له خپلو ۷ ماشومانو سره یوځای په ادلیب کې د بردا قلې سیمې په یوه کمپ کې اوسیږي. هغه وایي: «زه پنځوس کلن یم، داسې رنځ او تکلیف ما په خپل ټول ژوند کې نه وو لیدلی.»
د ملګرو ملتونو عمومي مونشي انتونیو ګوتیرش په روانه اونۍ کې په خپل یوه تویتري پيغام کې لیکلي وو: «په سوریې کې د یوې لسیزې راهسې روانې جګړې څخه د تباهۍ او مصیبت پرته بل هیڅ نه دي ترلاسه شوي.»
ګوتیرش زیاته کړې ده چې د سوریې شخړه هیڅ نظامي حل لاره نه لري او په دې برخه کې باید دیپلوماتیکو کوښښونو ته موقع ورکړل شي، خو تر اوسه پورې داسې هره یوه هڅه ناکامه شوې ده.
ملګرو ملتونو دوه کاله مخکې د اټکل له مخې ویلي وو چې د سوریې جګړه تر اوسه پورې د ۴۰۰ میلیاردو په ارزښت د مالي زیان د اوښتو سبب ګرځیدلې ده او د ځاني تاوان اندازه کول خو یې له امکانه لیري بريښي.
دویچه ویله: ش.ن/ن. ص