یو نوئ مستند فلم ښيي، چي په ۲۰۱۵ م کال کي څنگه په بوداپست حالت له کنټرول څخه وځي او په سلونو مهاجرو په پښو باندي حرکت راکوي. ایا میرکل په دې پوه وه او هغه ته یې تیاری درلود؟
اعلان
د ۲۰۱۵ م کال دسپتمبر ۱۴ مه یوه ډیره مهمه تاریخي ورځ ده. په دې ورځ باندي په سلهاوو مهاجرو د هنگري د پایتخت بوداپست څخه د جرمني پر خوا په پښو باندي حرکت راوکړ. اوس د جرمني دوهم ټلویزوني چینل- ZDF پسله څلورو کلونو څخه یو مستند فلم جوړ کړی دی، کوم ته چي ریژیسور (کریستیان توېنته) یې « د تصمیم نیولو لحظاتو» عنوان ورکړی دی. توېنته کوښښ کړی دی، چي تر ډیره حده پوري دهغه وخت لحظې او واقعې په اصلي شکل باندي راواخلي او لاسوهنه پکښي ونه کړي. د هغه په جوړولو کي یې د عیني شاهدانو او په حکومت کي شاملو وزیرانو او مسؤلینو څخه هم پوښتنی کړي دي.
مستند فلم دا بیانوي، کله چي د جرمني صدراعظمې انګيلا ميرکل په دغه ورځ سهار ناری کاوه، نو پدې نه وه خبره، چي دغه ورځ به څومره اوږدیږي، نورو ورځو ته به هم غزیږي او په مجموع کي به واقعات څه ډول انکشاف پیدا کوي؟ دې خپل د هغه وخت یو مشاور په دغو الفاظو سره خپل حضور ته ومانه:«زه تاسي ته اطمینان درکوم، چي نن به دومره ډیره جنجالي او ستړې کونکې ورځ نه وي.»
دا هم پداسي حال کي وه، چي یوه ورځ دمخه په بوداپست کي حالت په ډراماتیک ډول سره خپل اوج ته رسیدلئ او له کنټرول څخه وتلی ؤ. په سلهاوو مهاجر، چي اکثریت یې سوریایان ول، هلته بند پاته وه. د هنگري صدراعظم ویکتور اوربان پریښول، چي حالت د کنټرول څخه ووزي. ځکه چي په خبره یې د مهاجرينو ورځ په ورځ ډیریدل بلاخره د جرمني یو مشکل دی او نه د هنگري.
ميرکل مجبوره کیږي، چي تر خپلوعادي ملاقاتونو وروسته، لمړی بایرن ایالت او بیا نورراین ویستفالن ایالت ته ولاړه سي. پر لاري به یې په تکرار سره د حالت ارزیابي کولو له مرکز سره تماس نیوئ. په دې منځ کي په سلهاوو کسانو حرکت راکړی ؤ. هنگري پولیسو د هغوی د تگ ممانعت نه کاوه او پریښول یې چي تیر سي. هغوی پر لویو لارو باندي د غرب پر خوا په حرکت کی وه او هدف یې دا ؤ، چي د هنگري څخه ووزي او د اطریش له لاري ځانونه جرمني ته ورسوي.
د هغه وخت د کورنیو چارو د وزیر، توماس دې میزېر په خبره، د دومره ډیرو انسانانو راتگ بلاخره میرکل دې ته مجبوره کړه، چي ووايي، دا اسانه نده، چي سرحدونه دي وتړل سي. خو بیا د هغه وخت د الماني خبري آژانس رییس، گیرهارد شیندلر وايي، چي دولت نه غوښتل، ددغه حالت خراب او بې خونده تصاویر خپاره سي.
میرکل په همدې ورځ باندي ډیر تلیفونه وکړه. د هغه وخت د اطریش د صدراعظم، وېرنر فایمن سره هم او ورڅخه یې جدي غوښتنه کوله، چي مهاجرين قبول او واخلي.
په مستند فلم کي، چي وروسته کوم تصاویر ښکاره کيږي، اکثرأ معلوم دي او هغه د ستړو ستومانه مهاجرو تصاویر دي، چي د مونشن په مرکزي سټیشن کي د منتظرو کسانو له خوا په خوښۍ سره ورته ښه راغلاست ویل کیږي.
خو د دې میزېر په نظر دغو حالاتو او د هغه انکشاف په المانۍ ټولنه کي یو لوی درز رامنځته او هغه یې سره وویشله.
په مجموع کي دغه مستند فلم خپلو لیدونکو ته دا بیانوي، چي هغه مهال څنگه په ډیر لږ وخت کي حالات له کنترول څخه وځي او سیاست والو داسي یوې لويي پیښي ته هیڅ تیاری نه درلود.
زموږ د ارشیف څخه یو انځوریز البوم:( 11.12.2018)
په آلمان کي د مهاجرو نوی ژوند
آلمان ته د رارسېدلو مهاجرو ځينو يې اوس نوی ژوند پيل کړی دی. دوی فکر نه کاوه چې دغه شان زمينې به ورته برابر شي. په دې انځوريز راپور کي موږ يو افغان او دوه سوريايان در پيژنو چې اوس ډير خوشحاله دي.
انځور: Reuters/A. Cocca
لکه يو سوداگر
کله چې د سوريې يو مهاجر جوسپ ساليبا په برلين کې روان وي نو سړی فکر کوي چې دی يو لوی سوداگر يا تاجر دی. ده په رښتيا هم په سوريه کې يو وخت خپل کاروبار درلود. کله چې دی نهه کلن وو نو پلار یې د خپل يوه دوست سره د کار له پاره دمشق ته وليږه. هغه د لرگيو څخه نوي شيان جوړول. د سالیبا دا کار دومره خوښ شو چې يو وخت یې همدا خپل کاروبار وگرځاو.
انځور: Reuters/F. Bensch
يو هنرمند منبر ته پورته شوی
جوسپ ساليبا په سوريه کې د عسکرۍ له مکلفيت څخه ويره درلودله او له همدې وجې درې کاله دمخه اروپا ته راغی. خو کله چی دی بيا آلمان ته راغی او د ژبې د کورس په ترڅ کې د برلين د مشهورې دوم کليسا ليدو ته ولاړ نو سملاسي یې له دې ځای سره تړون حس کړ. هغه د کليسا د منبر د رغونکي په توگه د وړيا کار وړاندیز وکړ. خو يو کاله وروسته ورته په کليسا کې دنده ورکړل شوه.
انځور: Reuters/F. Bensch
خپله کليسا
د دوم کليسا ډېر ژر د سالیبا له پاره په کور بدله شوه، خو آلمان نه. د پناه غوښتنې ادارې چارواکي نوموړي ته اسناد نه ورکوي او دی په برلين کې د سوریې سفارت ته استوي. خو دی نه غواړي د هغه هيواد سفارت ته ورشي چې دی يې له حکومته تښتيدلی دی. دا چې د هغه راتلونکې به په آلمان کې څرنگه وي، روښانه نه ده.
انځور: Reuters/F. Bensch
د علي د پناه غوښتنه، يوه برخليک ټاکونکې ورځ
افغان علي محمد رضايي ته د خپلې زيږيدنې نيټه نه ده معلومه. مور او پلار یې نه وه ياداښت کړې. خو نوموړي ته يوه بله نيټه ډېره ښه ياد ده: د ۲۰۱۵ م کال د اکتوبر ۱۵. په دې ورځ نوموړی برلين ته رسېدلی او د پناه غوښتنه یې وکړه. تر يوه اوږده سفر وروسته برلين ته په رسيدو سره علي ډېر څه تجربه کړل چې په هغه کې موسيقي هم شامله ده.
انځور: Reuters/H. Hanschke
موزيک او موټر سايکلونه
علي محمد رضايي د موسيقۍ په يوه ډله (کور) کې شامل شو. نوموړی هلته د کرس واخهولڅ سره بلد شو. هغې دی خپل کور ته دعوت کړ څو يې له ميړه سره يوځای پخلی وکړي او آلماني زده کړي. د کرس له میړه سره تر بلديدو وروسته علي پوهه شو چې دی هم د موټر سايکل ځغلولو سره ليوالتيا لري. دوی دواړه ښه دوستان شول. علي وايي: «دوی زما له پاره لکه مور او پلار دي.»
انځور: Reuters/H. Hanschke
د ژبې کورس
علي محمد رضايي په آلمان کې په څو ځايونو کې عملي کار او نور واړه کارونه لکه له نانوايي سره، په هوټلونو او رستورانتونو کې کار کړی دی. دی په خپل وزگار وخت کې هڅه کوي آلماني ژبه زده کړي. لکه په انځور کې د ژبې په يوه کورس کې ناست دی.
انځور: Reuters/H. Hanschke
له اخراجيدو څخه ويره
علي محمد رضايي د برلين په تيگل هوايي ډگر کې د آلمان د هوايي شرکت «لوفتهانزا» سره کار کوي. هغه هلته خواړه چمتو کوي او پاکي کوي. کله چې وزگار وي نو له خپلو ملگرو سره وخت تيروي. خو د اخراجيدو ويره تل ورسره وي. ځکه د پناه غوښنه یې رد شوې او دی يوازې «موقتي ويزه» لري. دی وايي: «زه دلته يو اپارتمان لرم او ډېر مهربانه خلک پيژنم. کله چې دوی ما بيرته وليږي نو زه هر څه له لاسه ورکوم.»
انځور: Reuters/F. Bensch
له بمونو تر شپني کلبه
حيدر درويش په ۲۰۱۶م کال کې په سوريه کې د جگړې له وجې دغه هيواد پریښود. کله چې دی په ۲۰۱۷م کال کې د برلين د همجنس بازانو په کلب کې په رقص بوخت وو، يوه اسرائيلي محصل جودي لا ديوانه سره یې وپيژندل. هغه درويش ته په خپل شپني کلب کې د کار کولو وړاندیز وکړ. په سوريه کې درويش هيڅکله هم په يوه کلب کې پر دريځ نڅا نه وه کړې.
انځور: Reuters/A. Cocca
خپل هنر نندارې ته وړاندې کول
درويش په برلين کې د همجنس بازانو د یوه محفل په چمتو کولو کې د مرستې په حال کې ليدل کيږي. په سوريه کې به د ده ژوند بيخې بل ډول وای. خو دی اوس په برلين کې يو رنگين، آزاد او له وېرې ترهې پاک ژوند تيروي. دلته دی خپل هنر هر ډول چې غواړي خلکو ته ښکاره کولی شي، او برلين هم د نوموړي په ورتگ يو څه نور هم رنگين شوې دی.