1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نوازشریف غواړي د څلورم ځل له پاره صدراعظم شي

۱۴۰۲ دی ۶, چهارشنبه

د پاکستان د پخواني صدراعظم، نواز شریف ګوند وايي چې نوموړی به د څلورم ځل له پاره د پاکستان صدراعظمۍ دفتر ته د رسېدو هڅه وکړي. شریف به په را روانو انتخاباتو کې د پارلمان او د صدراعظمۍ دفتر ته ځان نوماند کړي.

د پاکستان پخوانی صدراعظم نواز شریف
د پاکستان پخوانی صدراعظم نواز شریفانځور: Aamir Qureshi/AFP/Getty Images

نوازشریف چې درې ځله د پاکستان صدراعظم پاتې شوی، په لندن کې د ځان تر څلور کاله تبعيد وروسته د روان میلادي کال په اکتوبر مېاشت کې بېرته پاکستان ته ستون شو. هغه د دې له پاره ځان تبعيد کړی وو تر څو ېې د فساد په تورونو د زندان حکم له تطبیق څخه ځان خلاص کړی وي.

خو کله چې نواز شريف پاکستان ته راستون شو د یو اپيل یا د استناف په نتيجه کې ېې محکومیت او پر نوموړي لګول شوي تورونه، لغوه شول. دې سره هغه د پارلمان ېوې څوکۍ ته د نوماند کېدو په شرایط برابر شو، هغه قانوني اعلی مرجع چې د فبرورۍ ۸مې رای اچونې وروسته به د پاکستان نوی صدراعظم ټاکي.

د شريف د ګوند يو لوړپوړي مشر، ثناالله خان وويل: «په دې کې هېڅ شک نشته. نوازشریف د صدراعظمۍ څوکۍ ته زموږ نوماند دی.»

نوازشریف، په ۲۰۱۷م کال کې د فساد تورونو په سر د صدراعظمۍ له څوکۍ لرې شو. شریف د ۲۰۱۸م کال په جولای کې په لندن کې د تجملي اپارتمانونو د رانيولو په سر پر ۱۰ کاله حبس محکوم شو. نوموړی د هماغه کال په دسمبر کې پر اضافي ۷ نورو کلونو حبس هم محکوم شو، هغه په دې دليل چې په ۱۹۹۹ کال کې ېې دغه موضوع چې کورنۍ ېې د فولادو شرکتونو څنګه فعال کړي ول، پټه ساتلې وه.

په انتخاباتو کې د شریف مهم سیال، مخکنی صدراعظم عمران خان دی چې اوس په بند کې دی. خو هغه هم اعلان کړی چې په انتخاباتو کې به ګډون وکړی. عمران خان د ۲۰۲۲م کال په اپریل کې د پارلمان د عدم اعتماد رايې په نتيجه کې د صدراعظمۍ له څوکۍ لرې شو خو د هغه د خپل «پاکستان تحریک انصاف» ګوند چې ډېر پلویان لري، د مشر په توګه پاتې شو.

mks/bs/(AP)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل