د پاکستان پخوانی لومړی وزیر نواز شريف، چې له څلورو کلونو راهېسې پاکستان ته نه دی ستون شوی او په لندن کې په اصطلاح په خپل سري تبعيد کې ژوند کوي، غواړي چې د ۲۰۲۴م کال د جنورۍ له پاره په پلان شويو عمومي انتخابات کې د خپل ګوند مشري وکړي.
د محکمې دا پريکړه نوموړي ته اجازه ورکوي چې د شنبې په ورځ يعني د اکتوبر پر ۲۴مه بيرته خپل ټاټوبي لاهور ته ستون شي تر څو د هغه له پاره په جوړه شوې د ښه راغلاست په غونډه کې ګډون وکړای شي. دا په داسې حال کې ده چې د نوموړي مخکښ سياسي مخالف عمران خان په زندان کې شپې او ورځې سبا کوي.
د نواز شریف وکيل امجد پرویز، د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «د اسلام آباد لوړې محکمې شریف ته د اکتوبر تر ۲۴مې پورې ضمانت کړی دی.» پرويز زياته کړه: «هغه دلته په رسېدو نه شي نيول کیدلای.»
نواز شریف درې ځلې د پاکستان د لومړي وزير په توګه ټاکل شوی وو خو په ۲۰۱۷م کال کې له دندې ګوښه کړل شو او د فساد په قضيه کې تر محکوميدو وروسته په ټاکنو کې د ګډون له پاره نااهل وګرځول شو.
نوموړی چې د اووه کلونو په بند محکوم شوی وو، په زندان کې د يوه کال څخه هم کمې مودې تېرولو وروسته یې د درملنې په موخه انګلستان ته د تللو اجازه ترلاسه کړه ، خو بيرته پاکستان ته ستون نه شو او د پخواني لومړي وزير عمران خان، د حکومت پر وخت یې د بیرته ستنېدو د محکمې حکم له پامه غورځولی وو.
خو دې څه هغه وخت تغير وکړ چې ورور یې شهباز شريف تېر کال واک ته ورسېد او د هغه حکومت د پنځو کلونو له پاره په ټاکنو کې د کانديدانو د نه ګډون د محدوديت د لغوه کولو په ګډون په قانون کې د تغير نظارت وکړ.
شنونکو ویلي ول چې د نواز شريف ستنېدل ښايي د هېواد د پياوړې پوځي ادارې او د نوموړي د ګوند ترمنځ د يوه تړون له مخې ممکن شوي وي ترڅو د پام وړ حقوقي ننګونو مخه ونیوله شي.
خو د پاکستان موقت حکومت چې د انتخاباتو د ترسره کولو په موخه رامنځته کړل شوی دی، ويلي دي چې هیڅ داسې توافق یې نه دی کړی.
د پاکستان مسلم ليګ – ن ګوند [نواز شريف ډله] چې د پاکستان د دوو ستر ګوندونو څخه یو دی، د شنبې په ورځ په لاهور کې د يوې سترې غونډې د جوړولو پلان لري.
ياد ګوند د خپل شهرت زياتولو او محبوبيت ترلاسه کولو له پاره چې په دې وروستيو کې د ناوړه اقتصاد او انفلاسيون له وجې زيانمن شوی، د نواز شريف پر سياسي نفوذ خورا ډېره تکيه کوي.
د نوموړي په اړه په پراخه کچه دا باور موجود وو چې په تبعيد کې پر اوسيدو سربیره یې هم هغه د خپل ورور د حکومت واګي په لاس کې درلودل.
نوموړی درې ځله د پاکستان د لومړي وزير په توګه غوره شوی دی خو يو ځل یې هم خپله د صدراعظمۍ دوره پای ته نه ده رسولې.
د نوموړي د صدراعظمۍ لومړۍ دوره چې په ۱۹۹۰م کال کې پېل شوه، په ۱۹۹۳م کال کې د فساد د تورونو له کبله پای ته ورسېدله. دويمې دورې یې له ۱۹۹۷م څخه تر ۱۹۹۹م کال پورې دوام وکړ او هغه د پوځ له خوا وپرځول شو.
په ۲۰۱۷م کال کې نوموړي هغه وخت يو ځل بيا پر پوځ د ده د هدف ګرځولو تور ولګاوه چې د پاکستان سترې محکمې هغه د فساد د تورونو له کبله د ټول عمر له پاره په سیاست کې د برخه اخيستو څخه منع کړ. نواز شريف د فساد دا تورونه په کلک ردوي خو د پوځ پر ضد یې خپله تنده لهجه په دې وروستیو کې يو څه نرمه کړې ده.
د پاکستان پوځ چې تر دريو لسیزو ډېره موده یې پر دغه هېواد حکومت کړی دی، تل ورته د پردې ترشا د ستر قوت په سترګه کتل کيږي.
ب. ص/ ن. ز (AFP)
زموږ له آرشيف څخه:
د پاکستان کوم لومړی وزیر څومره وخت په واک کې پاتې شوی دی؟
په پاکستان کې هیڅ لومړي وزیر خپله پنځه کلنه دوره نه ده بشپړه کړې. دوی د مختلفو دلایلو له امله اړ شوي دي چې له ټاکل شوي وخت څخه مخکې واک پريږدي. عمران خان د دغه هیواد ۲۲ لومړی وزیر وو چې خپله کاري دوره یې مکمله نه کړه. انځور: STF/AFP/GettyImages لیاقت علي خان: ۴ کاله او ۲ میاشتې لیاقت علي خان د پاکستان لومړنی صدراعظم و. نوموړي د ۱۹۴۷م کال د اګست په ۱۵ نیټه خپله دنده پیل کړې وه. لیاقت علي خان د ۱۹۵۱م کال د اکتوبر په ۱۶ نیټه په راولپنډۍ کې د یوه کس له خوا په ډزو ووژل شو. نوموړی له وژل کیدو مخکې ۴ کاله او ۲ میاشتې د پاکستان لومړی وزیر پاتې شوی و.
انځور: Wikipedia/US Department of State خواجه ناظم الدین: ۱ کال او ۶ میاشتې د لیاقت علي خان تر وژل کیدو یوه ورځ وروسته د ۱۹۵۱م کال د اکتوبر په ۱۶ نیټه خواجه ناظم الدین واک ته ورسید. نوموړی د ۱۹۵۳م کال د اپریل په ۱۷ نیټه د ګورنر جنرل له خوا د لومړي وزیر په توګه له دندې ګوښه کړای شو. ده هم د ګورنر جنرل په توګه دنده ترسره کړې وه. (له ۱۹۷۴ څخه تر ۱۹۵۶ م کاله د پاکستان د اساسي قانون تر بشپړیدو مخکې د ګورنر جنرل مقام له صدراعظم څخه لوړ وه، ځکه د بریتانوي سلطنت استازی به وو)
انځور: Douglas Miller/Keystone/Hulton Archive/Getty Images محمد علي بوګره: ۲ کاله او ۳ میاشتې په ۱۹۵۳م کال کې د اپریل په ۱۷ ګورنر جنرل محمد علي، بوګره لومړی وزیر وټاکه. خو د ۱۹۵۵م کال د اګست په ۱۲ یي استعفا کولو ته اړ کړ.
انځور: gemeinfrei/wikipedia چودهري محمد علي: یو کال او ۱ میاشت د ۱۹۵۵ م کال د اګست په ۱۲ نیټه چودهري محمد علي د پاکستان د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو. د چودهري محمد علي نوم نن هم د پاکستان په اساسي قانون کې د هغه مهم رول له کبله یادیږي. هغه په ۱۹۵۶م کال د سپټبر په ۱۲ نیټه د خپل ګوند له غړو سره د شخړې له امله استعفا ورکړې وه.
انځور: akg images/picture alliance حسین شهید سهروردي: ۱ کال او یوه میاشت حسین شهید سهروردي د ۱۹۵۶م کال د سپټمبر په ۱۲ د پاکستان لومړی وزیر شو، خو له ولسمشر سکندر مرزا سره د اختلافاتو له امله یي د ۱۹۵۶م کال په ۱۶ نیټه استعفا وکړه.
انځور: gemeinfrei/Wikipedia ابراهیم اسماعیل چندریګر: تر ۲ میاشتو هم لږه موده د آی آی چندریګر په نوم مشهور ابراهیم اسماعیل چندریګر ۱۹۵۷م کال د اکتوبر په ۱۸ نیټه د پاکستان لومړي وزیر په توګه په دندې وګمارل شو. نوموړي د همدې کال د دسمبر میاشتې په ۱۶ نیټه استعفا ورکړې وه.
انځور: gemeinfrei/wikimedia ملک فیروز خان نون: تر ۱۰ میاشتو هم کمه موده د ۱۹۵۷م کال د دسمبر میاشتې په ۱۶ نیټه سکندر مرزا فیروز خان نون د پاکستان د لومړي وزیر په توګه وټاکه. خو د ۱۹۵۸م کال د اکتوبر په ۷ نیټه جنرال ایوب خان بیا هغه له دندې ګوښه کړ.
انځور: Fox Photos/Hulton Archive/Getty Images د ۱۹۷۱ کال د دسمبر په ۶ نیټه تر ۱۳ کال مارشل لاء (پوځي حکومت) وروسته، د پوځي آمر یحیا خان په حکومت کې نورالامین لوموړی وزیر وټاکل شو. د ختیځ پاکستان تر سقوط وروسته، په دندې تر ګمارل کیدو یوازې ۱۳ ورځې وروسته له دندې ګوښه کړای شو.
انځور: gemeinfrei/wikipedia ذولفقار علي بهټو: ۳ کاله او ۱۱ میاشتې ذولفقار علي بهټو د ۱۹۷۳م کال د اګست په ۱۴ نیټه د پاکستان لومړی وزیر شو. هغه په ۱۹۵۶ م کال کې بیا ځان نوماند کړ او په ټاکنو کې بریالی شو. خو تر پوځي کودتا وروسته هغه بندي شوي او بیا وروسته د ۱۹۷۹م کال د اپریل په ۴ نیټه اعدام یا په دار وزړول شو.
انځور: imago/ZUMA/Keystone محمد خان جونیجو: ۳ کاله او ۲ میاشتې محمد خان جونیجو د ۱۹۸۵م کال د مارچ په ۲۳ نیټه لومړی وزیر وټاکل شو. خو د ۱۹۸۸ م کال د می په ۲۹ نیټه د هغه حکومت ختم کړای شو.
انځور: Sven Simon/IMAGO بینظیر بهټو: یو کال او ۶ میاشتې د ذولفقار علي بهټو لور بینظیر بهټو د ۱۹۸۸م کال د دسمبر میاشتې په ۲ نیټه په پاکستان کې لومړنۍ ښځینه صدراعظمه وټاکل شوه. د ۱۹۹۰م کال د اګست په ۶ نیټه ولسمشر غلام اسحاق خان دا له دندې ګوښه کړه.
انځور: ZUMA Wire/IMAGO نواز شریف: ۲ کاله او ۶ میاشتې نواز شریف د ۱۹۹۰م کال د نومبر په ۸ نیټه د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو. خو په ۱۹۹۳م کال کې یو وار بیا ولسمشر غلام اسحاق خان یو منتخب حکومت له واکه لیري کړ. بیا سترې محکمې د شریف حکومت دوباره فعاله کړ، خو د ۱۹۹۳م کال د جولای په ۱۸ نیټه نواز شریف استعفا وکړه.
انځور: picture-alliance/AP Photo/K. M. Chaudary نواز شریف: ۲ کاله او ۶ میاشتې د ۱۹۹۷م کال د فیبرورۍ د ۱۷ نیټې په انتخاباتو کې نوازشریف یو وار بیا صدراعظم وټاکل شو. خو د ۱۹۹۹م کال د اکتوبر په ۱۲ نیټه پوځي جنرال مشرف په هیواد کې پوځي حکومت اعلان او نواز شریف یي له واکه لیري کړ.
انځور: K.M. Chaudary/AP/dpa/picture alliance میر ظفر الله خان جمالي: ۱ کال ۶ میاشتې د ۲۰۰۲ م کال په نومبر کې ظفر الله خان جمالي د پرویز مشرف په دور کې لومړنې صدارعظم وټاکل شو، خو د ۲۰۰۴م کال د جون په ۲۴ نیټه هغه په ناڅاپي ډول استعفا وکړه.
انځور: Aamir Qureschi/AFP چودهري شجاعت حسین: ۲ میاشتې چودهري شجاعت حسین د ۲۰۰۴م کال د جون په ۳۰ نیټه پارلماني ټاکنو کې تر بریالیتوب وروسته لومړی وزیر شو. نوموړي د لومړي وزیر په توګه د شوکت عزیز تر ټاکل کیدو پورې نږدې دوه میاشتې خدمات ترسره کړل.
انځور: Bilawal Arbab/dpa/picture alliance شوکت عزیز: ۳ کاله او ۲ میاشتې شوکت عزیز د ۲۰۰۴م کال د اګست په ۲۶ نیټه لومړی وزیر وټاکل شو. هغه د ۲۰۰۷م کال په نومبر کې د پارلمان د مودې تر بشپړیدو وروسته له واکه لیري شو. په دې توګه دا لومړنی پاکستانی صدارعظم و چې د پارلماني دورې له ختمیدو سره له دندې لیري شوی دی.
انځور: Yu Jie/HPIC/picture alliance یوسف رضا ګیلاني: ۴ کاله او یوه میاشت د ۲۰۰۸ م کال د مارچ په ۲۵ نیټه تر عامو انتخاباتو وروسته یوسف رضا ګیلاني د پاکستان لومړی وزیر وټاکل شو. د هغه ګوند پاکستان پیپلز پارټي په پارلمان کې اکثریت ترلاسه کړ. خو په ۲۰۱۲م کال کې د توهین عدالت په یوه قضیه کې ورته یوه کوچنۍ سزا واورول شوه او وروسته له هغې د خپل مقام پریښودو ته اړه شو.
انځور: AP راجا پروزیر اشرف: ۹ میاشتې راجا پروزیز اشرف د پاکستان پیپلز ګوند (پي پي پي) د پاتې حکومتي دورې د بشپړولو له پاره د صدارت مسئولیت په غاړه واخیست. نوموړی د ۲۰۱۲م کال د جون له ۲۲ نیټې څخه د ۲۰۱۳م کال د مارچ تر ۲۴ نیټې پورې په دې مقام کې پاتې شو.
انځور: dapd نواز شریف: ۴ کاله او ۲ میاشتې د ۲۰۱۳م کال د جون په ۵ نیټه نوازشریف د دریم ځل له پاره لومړی وزیر شو. هغه په پاکستان کې لومړی داسې صدراعظم و چې دری ځله دې مقام ته رسیدلی دی. د ۲۰۱۶م کال د جولای په ۲۶ نیټه د سترې محکمې تر پریکړې وروسته هغه د خپلې دندې پریښودو ته اړ شو.
انځور: Reuters/F. Mahmood شاهد خاقان عباسي: له یوه کال کمه موده د نوازشریف تر لیري کیدو وروسته شاهد خاقان عباسي لومړی وزیر وټاکل شو. نوموړي د ۲۰۱۷ م کال په اګست کې دا مسئولیت په غاړه اخیستی و. خو د هغه صدارت د ۲۰۱۸ م کال د می په ۳۱ نیټه د پارلمان د دوری له بشپړیدو سره ختم شو.
انځور: Reuters/J. Moon عمران خان: ۳ کاله او ۶ میاشتې عمران خان د ۲۰۱۸م کال د اګست په ۱۸ نیټه د پاکستان لومړی وزیر وټاکل شو. د ۲۰۲۲م کال د اپریل په ۱۰ نیټه په پارلمان کې د نه باور رایې تر بهیر وروسته له واکه لیري کړای شو. عمران خان لومړنی پاکستانی سیاستوال دی چې د پارلمان له خوا د نه باور رایې پروسې په پایله کې د لومړي وزارت له مقام څخه محروم شوی دی.
انځور: Anjum Naveed/AP/dpa/picture alliance