1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ناورينآسیا

نورستان: په سیلابونو کې تر ۶۰ زيات کسان مړه شوي

امید دیدار
۱۴۰۰ مرداد ۷, پنجشنبه

د نورستان چارواکې وايي چې د دغه ولايت په کامدېش ولسوالۍ کې سېلابونو سخت ځاني او مالي تاوان رسولی دی. په لسګونو کورونه نړېدلي او خلک مړه شوي دي. اټکل کيږي چې تر ۳۰۰ کسانو پوري به ورک وي.

Afghanistan Nationalpark Nooristan
انځور: DW/O. Deedar

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم دویچه ويله ته وویل چې د چهارشنبې په ناوخته ماښام د نورستان په کامدېش ولسوالې کې د میردیش په نوم کلي لسګونه کورونه له انسانانو او حیواناتو سره سېلاب وړي چې د لومړنیو معلوماتو له مخې لسګونه خلک پکې مړه شوي دي. هغه وايي چې د ۳۰۰ کسانو د ورکي اټکل کيږي او تر اوسه پوري ۶۰ جسدونه موندل شوي دي.

دی وايي، یاده سیمه د طالبانو په ولکه کې ده، نو ځکه د حکومتي مرستو رسولو او ژغورنې ډلګۍ هلته نشي تلای، خو په وینا یې که لاره خلاصه شي نو ولایتي اداره حاضره ده چې پر مرستو رسولو سربېره د ژغورنې ډلګۍ هم ولېږي.

د نورستان ولایتي شورا وايي، تېره شپه د دغه ولایت په کامدېش ولسوالۍ کې زورورو سیلابونو بسته یو کلی له انسانانو او حیواناتو سره وړی دی.

د ولایتي شورا مشر سعدالله پاینده زوی وايي چې د کامدېش د میردیش په نوم دا کلی د خوړ پر غاړو اباد و، نو ځکه خو سیلابونو وړی دی.

دی وايي: »تر اوسه دقیقه نه ده معلومه چې څومره کسان به سیلابونو وړي وي، خو د شاخواو کلیو خلکو په خوړونو کې تر اوسه تر ۴۰ جسدونه موندلي او په نورو پسې په ولسي کچ هڅې روانې دي.«

د ولایتي شورا یو بل غړی ظاهر نورستاني دويچه ويله ته وویل چې د میردیش کلي خلک د شپې پر دولسو بجو سیلابونو اخستي چې د ځاني تلفاتو تر څنګ ګڼ مالي زیانونه هم اوښتي.

هغه وويل: »زورورو سیلابونو د استوګنې کورونه، جومات او یاد کلي ته جوړ پل هم ویجاړ کړی.«

کامدېش د ورستان غرنۍ ولسوالي ده.

څو کاله مخکې د نورستان کامدېش څنګلوري ولسوالې برګیمټال افصې کلی هم واورو لاندې کړ چې ډېر خلک پکې مړه شول.

زموږ له آرشیف څخه: