د نوروز جشن واک ته د طالبانو له رسیدو مخکې د مزار شریف، کابل او د افغانستان په نورو ولایتونو کې لمانځل کیده. خو د طالبانو ادارې د نوروز رخصتي د افغانستان له جنترۍ څخه لیري کړې او په مزار شریف او کابل کې یې ددغه جشن پر لمانځلو بندیز لګولی دی.
د کابل دوو اوسیدونکو ډویچه ویلې ته وویل چې دغه ښار پوځي څیره خپله کړې او د طالبانو ځانګړې قطعه د ښار په سړکونو کې ځای پرځای سوې ده.
عبدالله (مستعار نوم) وویل:« غوښتل مو چې له کورنۍ سره قرغې ته ولاړ سم خو کله چې له کوره ووتلو، تلاشۍ دومره ډیرې وې چې مجبور سوو بیرته کور ته ستانه سوو.»
هغه وویل د طالبانو د امر بالمعرف مامورین تپو او تفریح ځایونو ته پر تلونکو لارو باندي ځای پرځای سوي او د هر هغه چا مخه نيسي چې غواړي د نوروز د لمانځلو له پاره تفریح ځایونو ته ولاړ سي او د «نوروز د لمانځلو د حرام والي» په هکله هغوی ته معلومات ورکوي.
اړوند:په ټوله نړۍ کې په میليونو کسانو د نوروز جشن ولمانځه
د کابل دغه اوسیدونکی وایی:« طالبان ډیری وخت له هغو ځوانانو څخه چې پر موټرسایکلونو سپاره وي، پوښتنې ګرویږنې کوي او که پوه سي چې د تفریح له پاره ځي، بیا یې نو مخه نیسي.»
طالبانو په تیرو کلونو کې ویلي وه چې نوروز «غیراسلامی» دی، خو د خلکو له خوا یې د لمانځلو مخه نه نیسي.
که څه هم په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د نوروز اصلي مراسم، لکه د جنډې پورته کول نه ترسره کیږي، خو خلک د خپلو کورنیو په منځ کې دغو مراسمو ته درناوی لري.
سیمه ايزو رسنیو رپوټ ورکړی دی چې سږکال طالبانو پرې نه ښودل چې د جنډې د پورته کولو مراسم ترسره سي.
طالبانو کارته سخې ته لار تړلې ده د کابل په لویدیځ کې د سخي زیارت د نوروز د لمانځلو له پاره د خلکو د راټولیدو اصلي ځای دی او د «جهنده بالا» مراسم چې د نوروز له عنعنو څخه یوه ده ، په دغه ځای کی ترسره کیږي.
په وروستیو کلونو کې د طالبانو له خوا د نوروز پر «غیر اسلامی» گڼل کیدو سربیره، خلکو دغه جشن لمانځه. خو د کابل یو بل اوسیدونکی وايي چې طالبانو د پوهنتون سړک چې کارته سخي ته اصلي لار ده، تړلی او خلکو ته یې اجازه ورنکړه چې ددغه زیارت محوطې ته ننوزي. هغه وویل:« ګام پر ګام چک پاینټونه دی، موږ ته یې اجازه رانکړه چې کارته سخي ته ولاړ سو.»
د نوروز په هکله اعلامیو کې سیاسي پیغامونه د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په یوه پیغام کې افغانانو ته د نوروز مبارکي ورکړه او هیله مندي یې څرګنده کړه چې سږکال دي د نجونو پر مخ د مکتبونو او پوهنتونونو دراوزې پرانیستل سي.
اړوند:د نوي تعليمي کال پېل: نجونې بيا هم له زده کړو بې برخې دي
د طالبانو ضد یو شمیر څیرو چې په بهر کې ژوند کوي، خلکو ته د نوروز مبارکي ورکړه.
د افغانستان د ملي امنیت پخواني رئیس، رحمت الله نبیل د جمعې په ورځ د ایکس په ټولنیزه شبکه کې ولیکل:« نوروز یوازی یو جشن نه دی، بلکې د تجديد او پاڅون له پاره یو تاریخي فرصت دی. افغانستان په یوه برخلیک ټاکونکي پړاو کې دی؛ یا به تیارو او انزوا ته تسلیمیږي، یا به د آزادۍ، عدالت او یووالي پر لور خپله لار پرانیزي.»
نوروز، د نوي لمریز کال د پیل جشن
نوروز یا د نوي لمریز کال د پیل جشن د نړۍ له لرغونو جشنونو څخه يو دی چې نن ورځ هم د نړۍ په څو هیوادونو کې لمانځل کیږي. خو په افغانستان کې د طالبانو ادارې په دغه اولسي جشن باندي بندیز لګولی دی. انځور: Lev Radin/Pacific Pres/picture alliance په هرو ۳۶۵ ورځو او شپږو ساعتونو کې څه د پاسه ۳۰۰۰ کاله کیږي چې نوروز د تاریخي ایران په کلتوري ساحه کې د یوه پخواني جشن په توگه لمانځل کیږي. پس له هرو ۳۶۵ ورځو او شپږو ساعتونو څخه چې مځکه د لمر پر شاوخوا راڅرخي او د پسرلي موسم پیل کیږي، نوروز لمانځل کیږي. نوروز معمولاً د میلادي کال د مارچ له ۲۰ می یا ۲۱ مې سره سمون خوري.
انځور: Rasoul Shojaei/Imna له تیارې څخه روښنایي ته تیریدل د نوروز ریښه په زردشتي مذهب کې ده او له زردشتي افکارو لکه روښنايي، یادون او یا هم جهاني همږغۍ سره تړاو لري. نوروز د نوي لمریز کال د پیل، پر بدیو باندي د نیکیو د بري او له تیارې څخه روښنايي ته د تیریدو په معنی دی.
انځور: Picasa/CPA Media Co. Ltd/picture alliance په بیلابیلو طریقو سره د نوروز لمانځل د نوروز د لیکلو طرز په بیلابیلو ژبو او رسم الخط کی توپیر سره لري. د ملګرو ملتو په علمي او کلتوري سازمان کی ددغه جشن رسمي نوم (Nowruz) دی. نوروز په یو څو هیوادونو لکه قزاقستان ( په انځور کې) او قرغزستان کی یو ملي جشن دی.
انځور: Aliia Raimbekova/AA/picture alliance په بیلابیلو رنګونو او عنعنو سره یو جشن په تاجیکستان کې نوروز په رنګارنګو کلتوري پروګرامونو سره پیل کیږي. ددغه هیواد خلک په دغه ورځ رنګارنګ عنعنوي کالي اغوندي. تاجیکان لکه ایرانیان تقریباً د فارسي ژبو د ساحې ټول جشنونه، لکه مهرګان، یلدا او تیرګان لمانځي.
انځور: Nozim Kalandarov/AFP په آذرباییجان کې نوروز د مارچ له ۲۰ مې څخه تر ۲۶ مه لمانځل کیږي. له نوروز مخکې د لمریز کال د وروستۍ چهارشنبې په ماښام د «چهارشنبه سوری» عنعنوي مراسم لمانځل کیږي. لکه څنګه چې په دغه انځور کې لیدل کیږي، د آذرباییجان په پایتخت، باکو کې کوچنیان د اور پر شاوخوا نڅیږي.
انځور: Resul Rehimov/Anadolu Agency/picture alliance نوروز په کرد میشتو سیمو کې نه یوازي د نوي کال پیل دی، بلکې د آزاد ۍ او مقاومت یوه نښه هم ده. د ایران، عراق، ترکیې او سوریې په کرد میشتو سیمو کی نوروز په پراخه توګه لمانځل کیږي. ښځې رنګيني عنعنوي جامې اغوندي، په لویو کړیو کې سره نڅیږي او ډیری وخت د کردانو بیرغ رپوي.
انځور: Delil Souleiman/AFP/Getty Images نوروز د ایران تر ټولو مهم جشن بلل کیږي او پوره دوې اونۍ دوام کوي. ددغه جشن اصلي عنعنه، هفت سین ده. د اوو سمبولیکو خوړو په لرلو سره یو دسترخوان چې د «س» په توري پیل کیږي: سیب، سنجد، سماق، سیر «اوږه» سرکه، سبزه او سمنک یا سمنو.
انځور: picture alliance/NurPhoto په ځینو هیوادونو کې خلک له نوروز مخکې خپل کورونه پاکوي چې د منفي افکارو د لیري کولو او تازه او مثبتو افکارو د پیل په معنی وي. د مثال په ډول د فرشونو پريولل، په انځور کې ليدل کيږي چې خلک له نوروز مخکې خپل فرشونه مینځي.
انځور: Atta Kenare/AFP/Getty Images په نوروز کې د نوو کالیو اغوستل هم یوه عنعنه ده. له نوروز مخکې ورځو کې معمولاً بازارونه له خلکو ډک وي او هغوی د جامو او یا هم وچې میوې د اخیستلو په هڅه کې وي. په تیره بیا هڅه کیږي چې کوچنیان په نوروز کې نوي کالي ولري.
انځور: Morteza Nikoubazl/NurPhoto/picture alliance طالبانو په افغانستان کې نوروز منع کړی دی نوروز د یونسکو له خوا د بشریت د یوه غیرملموس میراث په توګه ثبت سوی دی. نوروز په ملګرو ملتونو کې هم لمانځل کیږي او په ۲۰۲۲ کال کې د افغانستان، ایران، ترکمنستان، هند، ازبکستان، آذربایجان، ترکمنستان، عراق، قرغیزستان، پاکستان، تاجیکستان، قزاقستان او ترکیې هیوادونو په ګډه د هفت سین یو دسترخوان تیار کړی وو. خو په افغانستان کې طالبانو دغه جشن «غیراسلامی» بللی او هغه یې منع کړی دی.
انځور: Lev Radin/Pacific Pres/picture alliance