1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ګوایدو نړیوال ملاتړ مخ پر زیاتیدو دی

۱۳۹۷ بهمن ۱۵, دوشنبه

آلمان، هسپانیا، بریتانیا، فرانسې او یو شمیر نورو اروپايي هیوادونو تر هغه وروسته چې نیکولاس مدورو د مخکې له وخت ټاکنو ضرب الاجل رد کړ، د دوشنبې په ورځ د اپوزیسیون مشر خوان ګوايدو، د موقت مشر په توګه په رسمیت وپیژند.

Venezuela Juan Guaido
انځور: picture-alliance/dpa/R. Hernandez

روسیې چې د مدورو رژیم له اصلي ملاتړو څخه بلل کیږي، دغه پریکړه غندلې او هغه یې د لاتين امریکا په دې هیواد کې د اروپا لاسوهنه بللې ده. روسیې ویلي دي چې د اروپا دغه اقدام په وینزویلا کې چې د نفتو غني هیواد دی، د قدرت د په زور نیول مشروع ګڼل دي.

خوان ګوايدو لا وختي د امریکا متحده ایالاتو، کانادا، استرالیا او د لاتین امریکا د یو شمیر نورو هیوادونو له خوا په رسمیت پیژندل شوی دی. هغه هڅه کوي چې مدورو له واګه کوښه کړي، یو انتقالي حکومت رامنځ ته کړي او نوې ټاکنې ترسره کړي.

د آلمان صدراعظمې انګلا میرکل، چې اوس د جاپان په یوه دوه ورځني سفر بوخته ده، په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې خوان ګوایدو د موقت ولسمشر په توګه په رسمیت پیژني. د هسپانیا لومړي وزير پیدرو سنچیس، د ګوايدو د په رسمیت پیژندنې پریکړې له اعلان سره پر دغه ۳۵ کلن سیاستوال باندې غږ وکړ چې ژر تر ژره آزاده او دیموکراتیکې ټاکنې ترسره کړي. سنچیس وویل چې غواړي په اروپايي ټولنه او ملګرو ملتونو کې وینزویلا ته د بشري مرستو د پلان چارې په لاس کې واخلي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر جیریمي هنت، هم پر تویتر ټولنیزې پاڼې باندې لیکلي چې دغه اقدام به «موږ په وینزویلا کې د بشري ناورین د پای ته رسولو پر لور یو ګام مخکې یوسي».

فرانسې، اتریش، سویدن او دینمارک هم ګوايدو په رسمیت پیژندلی دی. د فرانسې ولسمشر ایمانویل ماکرون، پر خپله تویتر پاڼه باندې لیکلي دي: «د وینزویلا خلک د دې حق لري چې خپل نظریات په آزاده او دیموکراتیکه توګه بیان کړي.»

د اروپايي ټولنې یو شمیر غړو هيوادونو مدورو ته تر یکشنبې ورځې پورې وخت ورکړی وو چې ټاکنې وکړي که نه نو دغه هیوادونه به ګوايدو په رسمیت وپیژني. خو مدورو د یکشنبې په ورځ ناوخته له «سیکستا» تلویزیون سره په یوې مرکه کې وویل چې د هغو کسانو فشارونو ته به چې له واکه د ده تلل غواړي، سر ټیټ نه کړي. مدورو وویل: «ولي باید اروپايي ټولنه د نړۍ یوه بل هیواد ته چې لا وختي یې ټاکنې ترسره کړي، ووايي چې انتخابات له سره تکرار کړي، ځکه چې د ټاکنو ګټونکې د هغوی ښې اړخي متحدین نه ول.»

مدورو زیاته کړه: «هغوی هڅه کوي چې موږ له ضرب الاجلونو سره څنډې ته کړي او د مخامخیدو یوه سخت وضعیت ته مو یوسي.»

د مدورو د واکمنۍ پر مهال د نفتو له لحاظه بډایه هیواد وینزویلا، له یوه اقتصادي ناورین سره مخامخ شوی دی چې له کبله یې په دې هیواد کې د انفلاسیون کچه لوړه شوې او په عین حال کې د خوراکي توکو او درملو کمښت رامنځ ته شوی.

د اپوزیسیون مشر ګوايدو له ډیر وخت راهیسې پر دې وضعیت باندې نیوکې کوي. هغه د روان کال د جنوري میاشتې پر ۲۳مه نیټه په یوه لاریون کې ځان د موقت حکومت مشر اعلان کړ او ویې ویل چې د مدورو ولسمشري نامشروع ده چې د ناسمو ټاکنو پر بنسټ ولاړه ده.

هغه د تیرو شنبې او یکشنبې په ورځو د لومړي ځل له پاره د موقت ولسمشر له صلاحتونو استفاده وکړه او پر پوځ یې غږ وکړ چې اجازه ورکړي وینزویلا ته بشري مرستې ورسیږي. د کانادا لومړي وزیر جستن ترودو، د یکشنبې په ورځ له ګوايدو سره خبرې وکړې او د هغه «د جرأت او مشري» ستاینه یې وکړه.

تمه کیږي چې ګوايدو به له امریکا متحده ایالاتو څخه د بشري مرستو د رسیدو نیټه اعلان کړي. مدورو بیا باور لري چې همدا بشري مرستې به د امریکا په پوځي یرغل تمامې شي.

د ګوايدو په خبره په وینزویلا کې تر ۳۰۰ زرو پورې کسان د مرګ له ګواښ سره مخامخ دي. دی وایي چې د همدغو کسانو له پاره د مرستې غوښتنه کوي. د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، بیا ګواښ کړی دی چې د وینزویلا د ناورین د ختمولو له پاره پوځي مداخله اوس هم یو «انتخاب» دی.

اوس نو د ټولو نظر د وینزویلا پوځ ته دی چې تر اوسه پورې د مدورو له اصلي ملاتړو څخه وو خو اوس د پوځ په لیکو کې د ناآرامۍ نښانې لیدل کیږي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل