1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جيمز وېب تسلکوپ لومړنی انځور ځمکې ته رالېږلی دی

۱۴۰۰ بهمن ۲۴, یکشنبه

د جيمز وېب په نوم فضايي تلسکوپ ځمکې ته خپل لومړنی انځور رالېږلی دی. ناسا د جمعې په ورځ ويلي چې تلسکوپ د HD 84406 په نوم يوه ستوري څخه عکس اخيستی دی. په دغه انځور کې شاتنۍ برخه توره ده او بيا ۱۸ د رڼا ټکي پکې ليدل کيږي.

Foto vom Weltraumteleskop James Webb
د جيمز وېب فضايي تلسکپانځور: NASA/picture alliance/Consolidated News Photos

د جیمز ویب تلسکوپ له خوا ځمکې ته رالیږل شوی دغه انځور همغه يو ستوری ښيي چې د تلسکوپ د اصلي هندارې په ۱۸ برخو کې انعکاس ورکول شوی دی. د ناسا په خبره به دغه عکس د هندارو په عيارولو کې مرسته وکړي. د آريزونا پوهنتون څخه برخوالې د ستورپېژندنې پروفيسرې، مارسيا ريکه، وويل چې »د جيمز وېب ټول ټيم هيجاني دی چې د انځورونو د اخيستلو او د تلسکوپ د عيارونې لومړني ګامونه څومره ښه مخ ته ځي.« د اټکل له مخې په جون مياشت کې به تلسکوپ بشپړ چمتو شوی وي.

تر هغه وخته پورې بايد د ناسا په حواله د تسلکوپ سامان آلات راساړه، عيار او هندارې يې دقيقې عیارې کړل شي. ټاکل شوې ده چې د جيمز وېب تسلکوپ به ۱۳ مليارډه کاله پخوا د کائيناتو لومړنی وخت او تر لويې لومړنۍ چاودنې يو څو سوه ميليونه کاله وروسته وختونه وڅېړي.

ستوري پېژندونکي هيله لري چې د نوي قوي تلسکوپ په مرسته به د لومړنيو ستورو او کهکشانونو د رامنځ ته کېدو په هکله معلومات حاصل کړي. دغه تر دې دمه تر ټولو غښتلی تلسکوپ د هبل په نوم تلسکوپ ځای نيسي چې د هغه په نسبت ډېر لوی او پېچلی جوړښت لري. هغه د هبل په پرتله لا ژور فضا ته کتلی او لرغونې زمانې هم پلټلی شي. جيمز وېب د دې هدف له پاره له اينفرارېډ يا تر سره طيف لاندې وړانګو څخه کار اخلي. 

هغه توغندی چې د جيمز وېب تلسکوپ يې فضا ته پورته کړانځور: Bill Ingalls/UPI Photo/Newscom/picture alliance

يوه آريانه ۵ توغندي د جيمز وېب تلسکوپ، د کريسمس په لومړۍ ورځ په فراسوي ګويانا کې له کورو اډې څخه فضا ته پورته کړی وو. دا چې تسلکوپ ډېر ستر و، نو تر الوتنې د مخه بايد هغه قات شوی وای. د متحده آيالاتو د ناسا فضايي ادارې په يوه پخواني مدير پورې نومول شوي تلسکوپ ته ناسا، د اروپا فضايي ادارې ايسا او د کاناډا فضايي ادارې سي اس ای انکشاف ورکړی وو. د آلمان مکس پلنک انستيتوت، د کولن پوهنتون او ډېر آلماني شرکتونه هم په دغه پروژه کې ونډه لري.

ن.ص./ا.خ.ح.(dpa)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب